په چين كښې د كوئلې كان ته د اوبو ننوتلو په نتيجه كښې 11 خواري كښ ګېر شوي دي

بيجنګ 24 مئي (اے پي پي) په چين كښې د كوئلې كان ته د اوبو ننوتلو په نتيجه كښې 11 خواري كښ ګېر شوي دي۔ د چين سركاري خبري اژانس له مخې په شمالي شانزي ولايت كښې د سېلاب له امله د كوئلې يو كان ته اوبه ننوتلې دي۔ صوبائي انتظاميې د ګېرو شويو كسانو راويستلو لپاره هڅې پېل كړې دي او تر اوسه د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده راغلې