په ټولنه كښې امن او همغږي د قرآن او سنتو په اصل اصولو عمل كولو سره تړلې

اسلام آباد 23 مئی (اے پي پي) وړومبې مېرمن بېګم محموده ممنون حسېن وئيلي دي چې په ټولنه كښې امن او همغږي د قرآن او سنتو په اصل اصولو عمل كولو سره ممكن ده٬ د قرآني تعليماتو ودې سره به په ټولنه كښې د بدۍ او ستونزو خاتمه وشي۔ د اسلام انتهاخوښې او ترهګرې سره هېڅ تعلق نشته۔ هغې دا خبرې د نهې په ورځ په نړيوال اسلامي پوهنتون كښې زده كوونكو ته د حفظ قرآن اسنادو وركولو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د نړيوال اسلامي پوهنتون صدر پروفېسر ډاكټر احمد يوسف الدروېش٬ د اسلامي پوهنتون رېكټر معصوم ياسين زئ هم موجود و۔ وړومبۍ مېرمن ووئيل چې حفظ قرآن او ناظره قرآن يو سعادت دے او په قرآن و سنت كښې د دې تائيد څو ځايه شوې۔ هغې ووئيل چې په دار منيره كښې د قرآن حكيم تجويد او د حفظ تعليم سره سره نورو قرآني تعليماتو ته هم پام شوے۔ هغې ووئيل چې دا خبره د خوشحالې ده چې په دار منيره كښې يوازې پاكستانې ماشومانې نه بلكې د نورو هېوادونو ماشومانې هم د دې نظام څخه استفاده كوي۔ وړومبې مېرمن بېګم محموده حسېن ووئيل چې د قرآني تعليماتو ودې سره به په ټولنه كښې د بدۍ او ستونزو خاتمه وشي۔ هغې ووئيل چې په صحيح طريقه ژوند تېرولو لپاره ضروري ده چې مونږ قرآن ترجمې سره ولولو او د دې اصل پېغام وپېژنو۔ وړومبۍ مېرمن ووئيل چې د نړۍ مسلمان ځوانان دې قرآني تعليمات خپل شعار جوړ كړي او د اسلام اصل پېغام كوم چې د امن دے٬ زيات نه زيات خپور كړي۔ هغې ووئيل چې پوهنتونونه هغه ځايونه دي چرته چې مسلمانان د نوي دور له مخې تعليم ترلاسه كولو سره د راتلونكو ستونزو مقابله كولې شي۔ هغې ووئيل چې د اسلام انتهاخوښۍ او ترهګرۍ سره هېڅ تعلق نشته۔ ترهګري او انتهاخوښي اسلام سره تړلو سره د دين د حقيقي تعليماتو مسخ كولو هڅه شوې كوم چې د امن او خوشحالې پېغام وركوي۔ وړومبې مېرمن ووئيل چې د اسلامي پوهنتون د مېرمنو كېمپس ماشومانو ته د قرآن پاك تعليم وركولو لپاره يو ښه روايت قائم كړے۔ دې سره به زمونږ نوې كل د دين د اصل روح نه خبر شي۔ وړومبۍ مېرمن زده كوونكو ته د قرآني كورس په ترسره كولو مباركي وركړه او د دې هيلې څرګندونه ئې وكړه چې هغوي به د اسلام اصل پېغام سره د ټولنې په رغونه او پرمختګ كښې خپل مهم كردار ترسره كړي۔ په دې موقع وړومبې مېرمن دارالمنيره كښې د قرآني تعليم كورس ترسره كوونكو زده كوونكو ته اعزازات هم وركړل۔