په وېنزوېلا كښې د لكونو په شمېر خلقو د اولس مشر نكولس مادورو په ضد مظاهره وكړه

كراكس 21 مئي (اے پي پي) په وېنزوېلا كښې د لكونو په شمېر خلقو د اولس مشر نكولس مادورو په ضد مظاهره وكړه۔ خلق په هېواد كښې د بنيادي ضرورياتو په كمي د حكومت په ضد مظاهرې كوي۔ وېنزوېلا د تېلو څخه ډك هېواد دے او معاشي بحران سره مخ دے۔ د وېنزوېلا مخالفه ډله د اولس مشر د برطرفې او د وخت نه وړاندې د ټاكنو غوښتنه كوي۔ په احتجاجي مظاهرو كښې تر اوسه 47 كسان مړه شوي دي۔