په امريكا كښې د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهدري د امريكې د قامي سلامتيا صلاحكار ميك ماسټر سره په سپينه ماڼۍ كښې ملاقات وكړو

واشنګټن 06 مئي ﴿اے پي پي﴾ په امريكا كښې د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهدري د امريكې د قامي سلامتيا صلاحكار ميك ماسټر سره په سپينه ماڼۍ كښې ملاقات كړی۔امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ ته د خپلې ټاكنې د اسنادو وړاندې كولو نه پس د پاكستاني سفير دا د امريكې د كابينې غړو سره وړومبې ملاقات وو۔په ملاقات كښې د امريكائي صلاحكار لخوا د پاكستان د دورې په پس منظر كښې خبرې وشوې۔په افغانستان كښې د امن او سيمه ايزې سلامتيا په چارو هم خبرې وشوې۔پاكستاني سفير امريكائي سلاحكار ته ووئيل چې د ده لخوا د پاكستان اوسنۍ دوره د شريكې خوښې په چارو د يو بل په نظر پوهيدلو لپاره ګټھ وره ثابته شوې۔ده ووئيل په افغانستان كښې امن د پاكستان وړومبې ترجيح ده۔امريكائي سلاحكار د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانو اعتراف كولو سره د سوئېلي آسيا په منطقه كښې خوشحالۍ او استحكام لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې جاري ساتلو په ضرورت زور راوړو