په المان كښې په كېدونكې نړيواله تجارتي مېله كښې د ګډون خواهش لرونكو ادارو څخه خواستونه طلب كړے شول

اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د پاكستان د تجارت د پرمختګ ادارې ﴿ ټي ډي اے پي﴾ په المان كښې په كېدونكې نړيواله تجارتي مېله كښې د ګډون خواهش لرونكو ادارو څخه خواستونه طلب كړي دي۔ دا خواستونه د مئي تر 26مه نېټه كال 2017م جمع كېدے شي۔ په دې نندارتون كښې به د حراجې او د روغتون الات وړاندې كولې شي۔ دا نړيوال نندارتون به سږ كال د نومبر په مياشت كښې د 13نېټې نه تر 16مه نېټه كېږي۔ په دې لړ كښې نور معلومات د اتهارټۍ د وېب پاڼې څخه ترلاسه كېدے شي