په افغانستان كښې د امنيتي ستونزو په نتيجه كښې 35 لكه ماشومان د تعليم څخه محروم دي۔ د تعليم نائب وزير

كابل 23 مئي (اے پي پي) د افغانستان د تعليم نائب وزير محمد ابراهيم شېنواري وئيلي دي چې په افغانستان كښې د امنيتي ستونزو په نتيجه كښې 35 لكه ماشومان د تعليم څخه محروم دي۔ د اېران خبري اژانس راپور له مخې د تعليم نائب وزير وئيلي دي چې په دې ماشومانو كښې 25 لكه جينكې شاملې دي كومې چې د تعليم نه محرومې دي۔ ده ووئيل چې د تعليم د معيار نشتوالې او د ښوونكې د پوهې نشتوالې د تعليم په څانګه كښې نورې ستونزې دي۔ په افغانستان كښې په تعليم ترلاسه كوونكو 92 لكه ماشومانو كښې يوازې 18 فيصده ماشومان متوسط﴿ انټر مېډيټ﴾ درجې ته رسي او د امنيتي ستونزو٬ غربت او د تعليم د ګټې څخه د ناخبرې له امله خپل تعليم ته ادامه نه شي وركولې۔