پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لويې كاميابۍ ترلاسه كړی٬ افريقائي هېوادونه د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره د پاكستان د تجربې څخه استفاده كولې شي

اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لويې كاميابۍ ترلاسه كړی دي٬ افريقائي هېوادونه د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره د پاكستان د تجربې څخه استفاده كولې شي٬د پاكستان په خارجه پالېسۍ كښې افريقا خاص اهميت لري٬پاكستان افريقائي هېوادونو سره اړيكې قوي كولو لپاره لك افريقا پالېسي اختيار كړی۔ده دا خبرې پھ ايوان صدر كښې د افريقائي هېوادونو د سفيرانو په درنښټ كښې جوړی شوې دستورې ته د وېنا كولو پھ مهال وكړې په كومه كښې چې د سوئېلي افريقې٬تيونس٬كېنيا٬الجزائر٬مصر٬صوماليه٬سوډان٬مراكش٬نائيجېريا٬ماريشيس او د لېبيا سفيرانو او هائي كمشنرانو ګډون كولو۔په دې موقع اولس مشر د افريقائي ائتلاف په 54مه سالګره سفيرانو له مباركي هم وركړه۔پھ دستوره كښې د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز٬خارجه سېكتره تخمينه جنجوعه او د نورو اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو۔اولس مشر ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ډېرې قربانۍ وركړی او د الله په فضل سره اوس پھ دې تر كافي حده قابو موندلې شوې۔اولس مشر ووئيل افريقائي هېوادونه پھ دې لړ كښې د پاكستان د تجربې څخه استفاده كولې شي۔ده افريقاائي هېوادونو ته د خارجه او دفاع پشمول پھ بېلا بېلو څانګو كښې د افسرانو د تربيې وړاندېز هم وكړو۔اولس مشر ووئيل د پاكستان په خارجه پالېسۍ كښې افريقا خاص اهميت لري۔ده ووئيل پاكستان افريقائي هېوادونو سره اړيكو لپاره لك افريقا پالېسي اختيار كړی۔د دې پالېسۍ مقصد سياسي٬تعليمي٬كلتوري او اقتصادي څانګو كښې مرسته لا زياتول دي چې دغسې د پاكستان او افريقائي هېوادونو ترمينځه تجارتي حجم لا زيات كړی شي۔اولس مشر ووئيل د پاكستان او چين اقتصادي لار او د ون بېلټ ون روډ پروژه نه يوازې منطقې بلكې د نړۍ لپاره ډېره مهمه ده۔افريقائي هېوادونه دې د دې څخه د استفاده كولو چمتوالې ونيسي ۔ده ووئيل د پاكستان او چين د اقتصادي لارې جوړیدو نه پس پھ منطقه كښې د پاكستان اهميت ډېر زيات شې او د پاكستان سباؤن پياوړی دے۔ده ووئيل د پاكستان او چين اقتصادي لاره ون بېلټ ون روډ پروژه د پیړۍ تر ټولو لويه پروژه ده او دا د يو شمېر منطقو د اولس قسمت بدلولې شي۔اولس مشر ووئيل د پاكستان او افريقائي هېوادونو ترمينځه د سياست٬معيشت٬سرمايه كارۍ او د سېلګرۍ په څانګو كښې يو شمېر قدرونه مشترك دي۔شريكه مرسته زياتولو سره د دې شريكو اقدارو څخه لا استفاده كېدې شي۔په دې موقع د افريقې سفيرانو او د سوئېلي افريقا هائي كمشنر ووئيل پاكستان د ترهھ ګرۍ په كاميابۍ سره مقابله كړی او د ستائنې وړ ده٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره د نائيجېريا سفير د پاكستان د مرستې مننه وكړه