وزيراعظم محمد نواز شريف به د مئي د 21مې نېټې نه د مئي تر 23مه نېټه د سعودي دوره كوي٬ وزيراعظم به په رياض كښې د امريكې عرب اسلامي هېوادونو په وړومبي كنفرنس كښې ګډون كوي

اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف به د سعودي باچا او خادم الحرمېن شريفين سلمان بن عبدالعزيز په بلنه د مئي د 21مې نېټې نه د مئي تر 23مه نېټه د سعودي دوره كوي٬ وزيراعظم به په رياض كښې د امريكې عرب اسلامي هېوادونو په وړومبي كنفرنس كښې ګډون كوي۔ كنفرنس ته په خپله وېنا كښې به وزيراعظم محمد نواز شريف د اسلام د امن٬ زغم او د اتحاد پېغام په ډاګه كوي۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې كنفرنس ته په خپله وېنا كښې به وزيراعظم په منطقه كښې د ترهګرې او د انتهاخوښې لعنت ته ماتې وركولو لپاره د پاكستان په لويو قربانيو او د دې په نتيجو رڼا اچوي۔ وزيراعظم به د خپلې دورې په مهال د ترهګرې په ضد د نړيوال مركز د پرانستې په دستوره كښې ګډون هم كوي۔ په دې دستوره كښې به يو شمېر نړيوال مشران ګډون كوي۔ د سعودي باچا په دې كنفرنس كښې د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ نه علاوه د 55 هېوادونو او حكومتونو مشرانو ته د ګډون كولو بلنه وركړې ده۔ دې كنفرنس سره به نړيوالو مشرانو ته د ترهګرې او انتهاخوښې خاتمې لپاره په بېلا بېلو طريقو د غور كولو موقع په لاس ورشي۔ هيله ده چې دې كنفرنس سره به ترهګري كوم خاص مذهب٬ كلتور٬ تهذيب يا سيمې سره د تړلو رجحان ختم كړے شي۔