مانچسټر چاودنه ٬ حكومتې او مخالفو ګوندونو نه پس نورو سياسي ګوندونو هم د ټاكنو كمپائن معطل كولو اعلان وكړو

مانچسټر23 مئي (اے پي پي) د برتانيې مانچسټر ښار كښې د شوي ځانمرګي بريد نه پس وزيراعظم تهر يسامے او د مخالفې ډلې لارښود جيريمي كوربن ګوندونو نه سره نورو سياسي ګوندونو هم په سمدستي توګه د ټاكنو خپل كمپائن معطل كولو اعلان كړې دې ۔د المان مېډيا له مخې په برتانيه كښې د جنون په 8مه نېټھ پارلماني ټاكنې كېدلې ۔ د كمپائن بيا پېل كولو پريكړه به د مشاورت نه پس كولې شي۔كوربن وئېلي دي په دې پېښه دړېدلې يو۔د مانچسټر پوليس مشر له مخې تر څو چې پوره تفصيلات نه وي رامخې ته شوې تر هغه وخته به دا د ترهه ګرۍ كاروائۍ ګڼلې شي۔دا خبره دې يادوي چې په چاودنه كښې د مړو شويو كسانو شمېره 22 ته رسېدلې او تراوسه كوم تنظيم د دې پېښې ذمه واري نه ده قبوله كړې