لوئے څښتن د خاص ډسپلن پابند كولو سره زمونږ تربيه كول غواړي٬ د دې تربيې بنيادي مقصد دا دے چې مونږ خپل ځان د لوئے څښتن رضا ترلاسه كولو له چمتو كړو

APP34-25 ISLAMABAD: May 25 - First Lady Begum Mahmooda Mamnoon Hussain addressing the girl students of Islamabad Model School at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) وړومبۍ مېرمنې محموده ممنون حسېن وئيلي چې لوئے څښتن مونږ د يو خاص ډسپلن پابند كولو سره زمونږ تربيه كول غواړي٬ د دې تربيې بنيادي مقصد دا دے چې مونږ خپل ځان د لوئے څښتن رضا ترلاسه كولو له چمتو كړو ۔ بېګم محموده ممنون حسېن دا خبرې په ايوان صدر كښې د اسلام اباد سكول انجونو ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ محمودہ ممنون حسېن ووئيل مونږ له د لوي څښتن مننه كول پكار دي چې د هغه په فضل زمونږ په ژوند كښې يو ځل بيا د روژې مياشت راغله۔ بايد مونږ په دې مياشت كښې لوئے ذات ته نزدې كېدو لپاره زيات نه زيات عبادات وكړو او د هغه رضا ترلاسه كړو۔دې انجونو ته تلقين وكړو چې د روژې فېض او بركتونه ترلاسه كولو له خپل ځانونه چمتو كړو او د دې خبرې عزم وكړو چې روژه به د لوئے څښتن او د رسولۖ د احكاماتو له مخې تېروٶ۔دې ووئيل چې په روژه كښې فرضي عبادتونو سره سره نفلي عبادت او د قرآن تلاوت هم ډېر ضرورې دے۔په دې موقع بېګم محمودہ ممنون حسېن د انجونو د پوښتنو ځوابونه هم وركړل