كشمير كښې د بشري حقونو سختې خلاف ورزۍ روانې دي٬د كومو چې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو تنظيمونو له خبر اخستل پكار دي

APP10-31 ISLAMABAD: May 31 - High Commissioner-Designate of Pakistan to India Sohail Mahmood called on President Mamnoon Hussain at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي كشمير كښې د بشري حقونو سختې خلاف ورزۍ روانې دي٬د كومو چې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو تنظيمونو له خبر اخستل پكار دي۔دا خبره ده د شورو په ورځ د هند لپاره د پاكستان نومولي هائي كمشنر سهيل محمود سره د خبرو په مهال وكړ۔د ايوان صدر څخه جاري شوي بيان ترمخه اولس مشر نومولې هائې كمشنر ته سپارشتنه وكړه جې كشمير كښې د هندي ظلمونو څخه سفارتي ورورولي په موثره ډول خبر كړئ۔ده ووئيل نړۍ د شخړيز كشمير د وضعې نه خبرېږي خو دا چاره په لا ښه ډول رامخې ته كولو ته اړتيا لري۔اولس مشر هيله ولرله په نړيوال سياست كښې ډېر زر د مثبتو بدلونونو امكانات شته چې ورسره به د كشمير او فلسطين مسئله د هغه ځاې د اولسونو د هيلو ترمخه د حل كېدو اميد دے ۔اولس مشر ووئيل پاكستان په سيمه كښې د امن لپاره د هند پشمول د ټولو ګاونډيانو هېوادونو سره د برابرۍ په كچه دوستانه اړيكې غواړي۔ده ووئيل سيمه كښې امن او معاشي پرمختګ له ضروري ده چې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوستانه اړيكې وي۔ده ووئيل مونږ ټول مسائل د خبرو اترو د لارې حل كول غواړو چې د كشمير مسئله پكښې وړومبۍ ده۔ده ووئيل هند د ملګرو ملتونو قراردادونه نظرانداز كوي چې ورسره مسائل لا پيچيده كېږي۔ده نومولي هائي كمشنر ته سپارښتنه وكړه چې د پاكستان د موقف او ګيلو نه نړيواله ورورولي خبر كړي۔اولس مشر امر وكړو چې نومولې هائي كمشنر دې د اوبو په مسئله د پاكستان موقف په نړيواله كچه رامخې ته كولو له هم كردار ترسره كړي