قامي اسمبلۍ كښې ټول غړي يو برابر دي٬كوم هم غړې د ټاكنو اصلاحاتو پارلماني كمېټۍ له تجويز وركولې شي

اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي قامي اسمبلۍ كښې ټول غړي يو برابر دي٬كوم هم غړې د ټاكنو اصلاحاتو پارلماني كمېټۍ له تجويز وركولې شي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې راتلونكي مالي كال 18-2017 په بجټ برخه اخستو سره آسيه ناصر ووئيل د ټاكنو اصلاحاتي كمېټۍ كښې د اقليتونو د نمائندګي نه لرلو خبره افسوسناكه ده۔سپيكر ووئيل قامي اسمبلۍ كښې ټول غړي يو برابر دي٬د ټاكنو اصلاحاتي كمېټۍ له هم غړې خپل تجويز وركولې شي