صومالیه كښې موټري بمي چاؤدنه ۔ 6 كسان مړه

موغادېشو 09 مئی (اے پی پی) د صومالیه پايه تخت موغادېشو كښې موټري بمي چاؤدنه كښې 6 كسان مړه شوې دي۔ میډیا راپور له مخې چاؤدنه د ښار مينځنۍ برخه كښې د اټاليې رېسټورينټ په خوا كښې شوې ده ۔ د شاهدانو له مخې د چاؤديدونكو توكو څخه ډك ګاړې كښې چاؤدنه هغه مهال وشوه كله چې هلته زيات خلق موجود وو۔ تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چی په كوم ګاړې كښې چې چاؤدنه شوي هغه پارك كړې شوې وو يا نه۔ تر اوسه كوم تنظیم یا ډلې د چاؤدنې ذمه واري نه ده اخستې