سیاست يو اړخه ته د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره ملاتړ ته چمتو يو

د وزیراعظم خاص الوتكې څخه 12 مئي (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير پروېز خټك سياسي اختلافات پرته اېښودو سره د قامي ګټې په چارو د خپل ملاتړ څرګندونه كړې ده ۔ چين ته د تګ په مهال د وزیراعظم خاص الوتكه كښې د پرواز په مهال “اے پي پي” سره خپله مركه كښې ده ووئيل سیاست يو اړخه ته خو د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره ملاتړ له چمتو يو ۔ده د مئي په 14 او 15مه نيټه بيجنګ كښې په كېدونكي ون بېلټ ون روټ فورم كښې ګډون لپاره د وزیراعظم پلاوي غړي په حېث د پنجاب سندھ او بلوچستان اعلٰې وزيرانو سره سفر كولو۔ ده ووئيل چین او پاکستان نزدې ملګري هېوادونه دي او ټول سياسي ګوندونه د منطقې د اجتماعي پرمختګ د اېجنډې بشپړولو پلويان دي٬ نړۍ ته دا وئيل غواړو چې زمونږ كه سياسي اختلاف هر څومره زيات وي په قامي چارو مونږ يو موټې يو٬ پاك چین اقتصادي لارې په لويديز روټ د صوبې تحفظات لرې كړې شوې او په دې لړ كښې كومې اندېښنې نه لر