د 130 اربه 16 پرمختيائي پروژو منظوري وركړې شوه٬

اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) سنټرل ډوېلپمنټ وركننګ ګوند د 130 اربه 16 پرمختيائي پروژو منظوري وركړه ٬ 7 لويې پروژې منظورۍ له ايكنك ته ولېږلې شوې٬ منظور شوي پروژو كښې د سي پیك د كراچۍ سركلر رېلوے بحالۍ پروژه شامل ده٬د خېبرپښتونخوا حكومت د لويو پروژو ريپډ بس ټرانزټ كورېډور منظوري٬د پروژې ابتدائي تخمينه 56.8 ارب روپۍ لګول شوې۔د شورو په ورځ د وفاقي وزير او پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن احسن اقبال په مشرۍ كښې د سنټرل ډوېلپمنټ وركننګ ګوند غونډه پلاننګ كمېشن اسلام آباد كښې وشوه چې پكښې د وفاقي وزارتونو او صوبائي محكمو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔ سي ډي ډبليو پي كښې د اعلٰی تعليم او د اوبو پنګو د 64 ارب روپو دوه روانو پروژو تفصيلات هم وړاندې كړې شو۔پھ دې موقع د حېدرآباد سكهر موټروے اېم 6 تعميراتي پروژه هم كليئر كړې شوه۔ د 238 بلين روپو لګښت سره 300 كلوميټر سترې لارې پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ په بنياد جوړولو تجويز وركړی شو۔ دې سره سي ډبليو پي د 122 بلين ډالر د سندھ ري نيوبل انرجي ډوېپلمنټ پراجېكټ هم كليئر كړی شو۔سي ډبليو پي ټرانسپورټ سېكټر كښې د 102 ارب روپو څلورو لويو پروژو منظوري وركړه۔په دې پروژو كښې د سي پېك كراچي سركلر رېلوے بحالۍ پروژه هم شامل ده د كومې ابتدائي تخمينه چې 27.6 ارب روپۍ لګول شوې٬د كراچۍ سركلر رېلوے پروژه د 6م جے سي سي په موقع په سي پیك كښې شامل كړې شوې وه۔په دې موقع وفاقي وزير احسن اقبال سپارښتنه وكړه چې د كے سي آر بحالۍ پروژه كښې اورنج لائن ميټرو لاهور تجربو څخه دې ګټھ پورته كړې شي۔د پروژې په لګښت نظرثاني كولو سره په آسانو شرطونو دې د قرض ترلاسه كول ممكن كړی شي۔په غونډه كښې د خېبرپښتونخوا حكومت لويه پروژې پیښور رپېډ بس ټرانزټ كورېډور منظوري هم وركړې شوه د كومې ابتدائي تخمينه چې 56.8 ارب روپۍ لګولې شوې۔ د خېبرپښتونخوا حكومت ميټرو بس دا پروژه به د آسيائي بانك په مرسته بشپړولې شي۔د پیښور رپېډ بس پروژې لپاره به 48 اربه روپۍ قرض ترلاسه كولې شي۔ صوبائي حكومت د بس د لارې د ورځې د 4 لكه 72 زره كسانو د سفر اندازه لګولې۔ وفاقي وزير پھ دې موقع سپارښټنه وكړه چې د رپیډ بس پروژې ترمخه د پیښور د ښار تاريخي آركيټكچر دې تر نظر وساتلې شي۔ په سټېشنو دې مېرمنو لپاره جلا انكلوژرز او د لمونځ لپاره ځاې بېل كړې شي۔ ده د پاكستان د لويو ښارونو د ماس ټرانزټ پلو سفر يو ښه ګام ګرځولو سره ووئيل چې د ميټرو بس پراجېكټس نه ځانله د سي پیك ترمخه د پیښور پشمول ټولو صوبائي سرښارونو كښې د رېل بيسډ ماس ټرانزټ په پروژو كار روان دې۔ سي ډي ډبليو پي د وزيراعظم يوت سكيلز ډوېلپمنټ پروګرام فيز 4 د 6 ارب روپو پروژې پشمول د اسلام آباد بوټانيكل ګارډن او د چړياګهر چارديوارۍ جوړولو پروژه منظور كړه د كومې ابتدائي تخمينه چې 109 ملين روپۍ لګول شوې۔وفاقي وزير سپارښتنه وكړه چې پروژه دې د وزيراعظم احكامات تر نظر ساتلو سره بشپړ كړې شي