د چين د شين زين ډومكي ګروپ چيئرمېن په مشرې كښې تجارتي پلاوي د سرمايه كارې بورډ دوهم سېكتر شاه جهان شاه سره ملاقات وكړو

اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د چين د شين زين ډومكي ګروپ چيئرمېن په مشرې كښې تجارتي پلاوي د سرمايه كارې بورډ دوهم سېكتر شاه جهان شاه سره ملاقات وكړو۔ په پلاوي كښې د ګاډو٬ حلال غوښې او د شمسي توان پشمول د نورو بېلا بېلو څانګو استازي شامل وو۔ د بي او آئي بيان له مخې دوهم سېكتر پلاوې په پاكستان كښې د سرمايه كارې د ماحول نه خبر كړو او پلاوي ته ئې د سرمايه كارې پالېسې په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل چې د آټو پالېسې اقتصادي رابطه كمېټې منظوري وركړې۔ په دې موقع چينائي پلاوي د ګاډي٬ حلال غوښې او شمسي توان په څانګو كښې پھ سرمايه كارې كولو كښې خوښي څرګنده كړه۔