د چكدرې نه تر كالام 133 كلوميټره اېكسپرېس وے لپاره 4 اربه روپۍ بېلې كړې شوې

اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی) د مالي كال 18-2017 په مهال د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام كښې وفاقي حكومت د چكدرې نه تر كالام 133 كلوميټره اېكسپرېس وے لپاره 4 اربه روپۍ بېلې كړې دي۔ د منصوبې د مجموعي لګښت اندازه 30 اربه روپۍ لګولې شوې ده٬ دا منصوبه منظور شوې او كار پرې روان دے