د پوځ سرلښكر جنرال قمرجاوېد باجوہ سره د سري لنكا د زمكيز پوځ مشر لېفټېننټ جنرال اے ډبلیو جے سي ډي سلوا وليدل

پېنډۍ 03 مئي (اے پي پي) د سري لنكا د زمكي پوځ مشر لېفټېننټ جنرال اے ډبلیو جے سي ډي سلوا د شورو په ورځ د پوځ د مركزي دفتر دوره كولو سره د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔ په دې موقع د سري لنكا د زمكي پوځ مشر لېفټېننټ جنرال اے ډبلیو جے سي ډي سلوا د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمرجاوېد باجوہ سره ملاقات هم وكړو۔ هغه په دې موقع د ترهه ګرۍ او د لغوه ډلو په ضد د پاك پوځ د كمپائن نه خبر كړے شو۔ د آئي اېس پي آر له مخې د سري لنکا د پوځ مشر د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د سري لنكا په مرسته د پاك پوځ مننه وكړه او په نزدې سباٶن كښې په دې لعنت قابو موندلو لپاره ئې د پاكستان په صلاحيت د بشپړ باور څرګندونه وكړه۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ په دوره كولو د سري لنكا د خپل همڅنګ مننه وكړه۔ په دې موقع دواړو هېوادونو په سيمه ايزه سلامتيا كښې زياتوالي او پرله پسې پوځې مرستې لپاره په ګډه د كار كولو د عزم پخلې وكړو۔