د پاكستان بقاﺀ د ډېموكراسۍ او وفاقي حكومتې نظام سره تړلې ده

APP55-02 LAYYAH: May 02 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif addressing huge public gathering after laying foundation stone of Layyah-Taunsa Bridge at Sports Complex Ground. APP photo by Qasim Ghauri

پیښور 03 مئی(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني وئېلي دي د پاكستان بقاﺀ د جمهوريت او وفاقي حكومتې نظام كښې ده۔د اتلسم بدلون ترمخه د وزارتونو منتقل كولو بشپړه ميوې صوبو ته نه دې ترلاسه شوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ شهيدې بېنظيربهټو وويمن پوهنتون كښې”فېډرل ازم ان پاكستان”په سرخط كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔په دستوره كښې د شهيدې بېنظير بهټو وويمن پوهنتون وائس چانسلره پروفيسر ډاكټر رضيه سلطانه٬د پیښور پوهنتون چيئرمېن پروفيسر ډاكټر اعجاز خان٬ظفرالله خان او د فيكلټۍ غړې او زده كونكي موجود وو۔ده ووئيل د آئين ترمخه 90 ورځې پس د اېن اېف سي غونډه ضروري ده خو دا غونډه تر اوږدې مودې د ځنډ ښكار وه۔اېن اېف سي غونډو كښې د صوبو او وفاق ترمينځه په ډېرو مسئلو بحث كېږي۔ده ووئيل اتلسم بدلون كښې صوبې د تعليم او صحت په څانګو كښې د مزاحمت سره مخ كېږي۔تعليم او صحت صوبائي مسئلې وې خو هغه وفاق ځان سره ساتلې۔ده ووئيل به پوهنتون كښې د هر مكاتب فكر خلق موجود دي بايد دلته د زغم او ورورولۍ چاپېرچل وي۔زمونږ په هېواد كښې صورتحال د دې برعكس ے۔د تشدد لاره خپلول فاشزم دے چې له امله يې عبدالولي خان پوهنتون مردان كښې د مشال خان د وژنې پېښه رامخې ته شوې ده ۔ده ووئيل پاكستان كښې اكثريت د خواري كښو دے خو د مئي ورځ دا ځل په خاموشۍ تېره شوه كومه چې د افسوس خبره ده