د وزیراعظم د زيركتيا پالیسو په سوب په ترهه ګرۍ تر ډېره حده قابو موندلې شوې

APP103-22 ISLAMABAD: May 22 - Ms. Marriyum Aurangzeb, Minister of State for IB&NH speaking at a function held in connection with International Biodiversity Day on the theme of "Biodiversity and Sustainable Tourism". APP

اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مریم اورنګزېب وئيلي دې وزیراعظم محمد نواز شریف د زېركتيا پالیسو په سوب په ترهه ګرۍ تر ډېره حده قابو موندلې شوې٬ د امن وضعې ښه كېدو سره پاكستان كښې په ځائي او نړيواله كچ سېلګري زياته شوې٬ د ژوند هره څانګه بحالېدو پلو روانه ده٬ د پائيدار پرمختګ په هدفونو (اېس ډي جيز) پارلمېنټري ټاسك فورس او سائيټ كردار لوبوي٬ د ښه پرمختګ هدنونو (اېس ډي جيز) او وژن 2025 لپاره په پي ټي وي شعور بېدارولو لپاره خاص پروګرام پېل كړې ٬پاکستان بلها قدرتي پنګې لري۔ دلته هر ډول ځنګلونه شته٬ ٬ وزيراعظم د سېلګرۍ ودې كښې خاص خوښي لري٬ كورل رېف (د مونګے غونډۍ) پاكستان كښې په 16 جزيرو كښې موندلې كېږي۔ مريم اورنګزېب دا خبرې د ګل په ورځ اسلام آباد كښې د “حياتياتي تنوع د بېلو بېلو اړخونو او پائيدار سېلګرۍ” په سرخط سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ موسمياتي بدلون كښې د حياتياتي تنوع ډائرېكټر ندیم اشرف راجه ٬ د آئي یو سی اېن محمود اختر چیمه ٬ د آئی سی یو اېن ګلوبل وائس پریذیډنټ سید رضوان محبوب ‘د وائلډ لائف مېنجمنټ بورډ اسلام آباد چیئرمېن انیس الرحمان او د حياتياتي تحفظ لپاره كار كوٶنكو تنظميونو نمائندګانو په دستوره كښې ګډون وكړو۔ دې ووئيل ماحولياتي تنوع او سېلګري خپلو كښې ژور تعلق لري٬ تېرو 35 كلونو كښې د ترهه ګرۍ له امله سېلګره څانګه ځپلې شوې كو د تېرو 4 كلونو په مهال ترهه ګرۍ د كمې په وجه سېلګرۍ ته وده ترلاسه شوے چې له امله ېي پاكستان كښې د سېلګرۍ او لوبو هڅې زياتې شوې دي۔ دې ووئيل لوبې او سېلګري قدرتي چاپېرچل سره هم تعلق لري۔ د اطلاعاتو وزېرې ووئيل حكومت اقتدار كښې راتللو نه پس سېلګري زياته شوې۔دې ووئيل حياتياتي تنوع او د سېلګر بېل ډاكومېنټريز تيار كړې شوې چې ورسره به نوي كل ته خبرتيا ترلاسه شي او په دې لړ كښې بايد تندي سره كار وكړې شي۔ په راډيو او ټي وي د سېلګرۍ په اړه پروګرامونه خپرولې كېږي د دې مقصد نوې كل لپاره د پاكستان كلتور او تاريخي ورثه محفوظول دي۔ دې ووئيل په سركاري ميډيا په دې لړ كښې د خبرتيا بشپړه كمپائن چلولې كېږي دغسې نجي ميډيا هم هره ورځ د خپلو خپرونو لس فيصده سماجي پېغامونو خپرونو پابند ده۔ دې ووئيل اېكو سسټم او سېلګري ژور تعلق لري ٬ پاکستان كښې د سېلګرۍ څانګه بيا فعالېږي چې ورسره به هېواد كښې معاشي هلې ځلې زيارتې شي۔ دې وړاندېز وركړو چې د حياتياتي تنوع په اړه كار كوٶنكې ادارې په پي ټي وي او راډيو پاكستان د حياتياتي تنوع په اړه خبرتيا پروګرام چلولې شي