اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي﴾ كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان د آئي جي فرنټيئر كانسټېبلري بلوچستان(ساؤت)ميجر جنرال سردار طارق امان سره د نهې پھ ورځ ملاقات وكړو۔په دې مهال داخله وزير ووئيل د هېواد داخلي او خارجي امنيت باوري كولو كښې د سول آرمډ فورسز هلې حلې او قربانۍ د چا نه پټې نه دي٬ټول قام د سول آرمډ فورسز افسرانو او ځوانانو هڅو او قربانو ته د قدر پھ سترګه ګوري۔داخله وزير ووئيل بلوچستان كښې د امن وضعه او سي پیك په سوب د اېف سي كردار لا مهم شوے۔داخلي امنيت سره د موجوده دور چېلنجېز مقابلې كولو له ضروري ده چې د اېف سي اهلكارو تربيې او د كار استعداد زياتولو او په خاص توګه د ټېكنالوجي پھ غوره توګه كارولو پلو خاص پام وګرځولې شي۔داخله وزير ووئيل حكومت د پاكستان داخلي او خارجي امنيت په اړه د سول آرمډ فورسز مهم كردار تر نظره نيولو او د دوي ټول آپرېشنل حاجتونه ترسره كولو له او د دوي د كار استعداد زياتولو له هر ممكنه هڅه كوي۔ده ووئيل په تېرو څلورو كلونو كښې د سول آرمډ فورسز پېشه وره حاجتونه ترسره كولو او د دوي كاركردګۍ لا ښه كولو او د نوې ونګز جوړولو له 80 اربه روپو څخه زياتې مصرف كړې شوي۔ده ووئيل د ايران او افغانستان سره د شريكو پولو څارنې٬غېر قانوني انساني تګ راتګ مخ نيوي او د قاچاق پشمول په نورو چېلنجونو مقابلې له په حكومتي كچه يو شمېر ګامونه پورته كولې شي۔نوې كراسنګ پوائنټس جوړولو سره سره د سختو پولئيزو سيمو څارنې له نوې ټېكنالوجي معرفې كولې شي