د لاهور کور کمانډر د قصور د بېلو سيمو دوره

پېنډۍ 04 مئي (اے پي پي) د لاهور کور کمانډر لېفټېننټ جنرال صادق علي د زيارت په ورځ د قصور ښار د بېلا بېلو سيمو دوره كولو سره سړي سر شمېرو كښې بوخت سول او پوځي عملې لخوا د سړي سر شميرې په مهال د روان عمل جاج ئې واخست۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې كور كمانډر د اولس لخوا د روان عمل په مهال د هر ډول ممكنه مرستې ستائنه وكړه۔ لېفټېننټ جنرال صادق علي لاهور او خوا اوشه سيمو كښې په كاميابۍ سره د سړي سر شمرو په ترسره كولو د سول او عسكري اهلكارو د هلو ځلو ستائنه هم وكړه