د لائيو سټاك پرمختګ او د څارو د رنځونو مخ نيوي لپاره نړيوالو ادارو سره شركت ته ډېر اهميت وركوي

اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی) د نېشنل فوډ سېكورټي او ريسرچ وفاقي وزير سېكندر حيات خان بوسن وئېلي دي پاكستان د لائيو سټاك پرمختګ او د څارو د ناروغو مخ نيوي لپاره نړيوالو ادارو سره شركت ته ډېر اهميت وركوي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ په پېرس كښې د څارو په اړه د نړيوالې ادارې او آئي اي 85مې غونډې ته پھ خپله وېنا كښې وكړی۔په دې غونډه كښې د نړيوالو تنظيمونو د استازو پشمول د 180 هېوادونو پلاوي ګډون كوي۔وفاقي وزير سېكندر حيات خان بوسن ووئيل د څارو د روغتيا په اړه د نړيوالې ادارې او آئي اي كردار پھ پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې ډېر مثالي دے۔د دې ادارې پھ مرسته په غربت كښې د كمي راتللو د څارو د ناروغو په مخ نيوي او معاشي او سماجي پرمختګ له مرسته تر لاسه كېږي ۔ده ووئيل په پاكستان كښې 8 ملينه كورنۍ د لائيو سټاك څانګې سره تړون لري۔)