د سېنېټ چيئرمېن د سعودي عرب په اوسنو بيانونو د حكومت دريځ وړاندې كولو لپاره دفاع وزير او خارجه صلاحكار اوغوښتل

اسلام آباد 30 مئی (اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني د سعودي چارواكو پھ اوسنو بيانونو د حكومت دريځ وړاندې كولو لپاره د دفاع وزير او خارجه صلاحكار غوښتې دي۔د نهې پھ ورځ سېنېټ غونډې په مهال سناتور فرحت الله بابر د پام راګرځولو نوټس كښې كوم كښې چې په ايجنډا وو وئېلي دي مېډيا د اطلاعاتو له مخې د سعودي عرب بيانونه راغلې چې اسلامي ملټري الائنس به نه يوازې د ترهه ګرو تنظيمونو٬داعش او القاعده مخ نيوي وكړي بلكې دا كوم غړي هېواد لپاره خطره جوړېدونكې باغي ډلو پھ ضد به د دغې هېواد پھ خواست كاروائي كولې شي۔پھ دې معامله ځواب وركولو لپاره د سېنېټ چيئرمېن د دفاع وزير او خارجه صلاحكار(نن)غونډه كښې رابللې دي