د رايو په څرګندونه او په سوشل میډیا بنديز نه لګوو خو كوم هم جمهوری هېواد سوشل میډیا له مادر پدر آزادي نشي وركولې

اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر چوهدری نثار علی خان وئيلي دي د ډان لیکس كمېسون د میډیا لپاره په وېنا اے پی این اېس، سی پی این ای او پی بی سی په مشاورت د کوډ آف کنډکټ جوړولو باور راكړې دے، د رايو په څرګندونه او په سوشل میډیا کوم بنديز نه لګوو خو كوم هم جمهوری هېواد سوشل میډیا له مادر پدر آزادۍ نشي وركولې، قانون او آئین له مخې به سوشل میډیا ته سره كرښه راښكلې شي، د سوشل میډیا په اړه د مسئلو حل له به د ټول سروس پرووائیډرز سره خبره كولې شي چې هغه پھ پاکستان كښې خپلې دفترې جوړې كړي، د سوشل میډیا اېس او پیز جوړولو له به د سیاسی ګوندونو په اتفاق د قامي اسمبلۍ سپیکر ته خط ليكم، ده ووئېل ځينې وګړي غير د څه سبب په سوشل میډیا ماما كاكا جوړېږي بايد هغوي پھ سوشل ميډيا د سپكاوي موادو يو ځل وګوري، وفاقې وزير ووئېل د پاك پوځ پھ اړه د سپكاوي موادو په اپ لوډ كولو تر اوسه د 27 آئی ډیز شناخت شوي دي ، د کامران کیانی پشمول بهر هېواد كښې موجود د كوم هم ملزم د انټرپول قانون له مخې به ریډ وارنټ جارې كولې شي، په دې معامله كښې شاملو كسانو انټرویوز اېف آئی اے کوي ، څوك چې هم ككړ وو په ضد به ئې د قانون له مخې کارروائی کولې شي۔ د نهې په ورځ پنجاب هاؤس كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان ووئيل د ډان ليكس پھ حقله د كمېټۍ راپور څو ورځې وړاندې ترلاسه شوے ؤه پھ كوم چې د كورنيو چارو وزارت نوټيفيكېشن جاري كړی۔د كمېټۍ د آخري سفارش نه علاوه په ټولو سفارشاتو عملدرآمد شوې وو۔پھ آخري سفارش پھ كوم كښې چې د مېډيا لپاره د كوډ آف كنډكټ جوړولو وئېلي شوي وو۔ په هغې عملدرآمد له تېره ورځ د پاكستان براډ كاسټنګ اېسوسي اېشن غړو سره ملاقات شوې او نن د سي پي اېن اي اے پي اېن اېس او مشرانو خبريالانو سره پھ دې اړه خبره شوې ده چې پكښې د حكومت او مېډيا اړيكو٬د مېډيا په مسئلو او په نورو چارو خبرې شوي دي۔ ده ووئېل دې سره سره پھ ون پوائنټ ايجنډا هم خبرې شوې دي۔په غونډه كښې دا خبره رامخې ته شوې چې كمېټۍ له راپور سي پي اېن اي ته وړاندې كول پكار وو۔دا راپور اے پي اېن اېس ته وړاندې كړی شوې خو په غونډه كښې دا پريكړه وشوه چې كوډ آف كنډكټ جوړولو له به په ګډه سفارشات جوړولې شي۔د قامي سلامتيا په مسئلو كوډ آف كنډكټ جوړولو له اے پي اېن اېس خپله يوه كمېټي جوړه كړی بايد په دې كمېټۍ كښې د سي پي اېن اي او پي بي سي غړي هم وي۔د هغوي د اړخه په سفارشاتو راتلو به حكومتي غړې هم شاملولو سره دغه سفارشاتو ته حتمي شكل وركوي۔ده ووئيل د ټول مېډيا هاؤسز نمائندګانو مننه كوم۔په غونډه كښې كومه هم داسې نكته نه وه چې پكښې څه اختلاف وي۔ده ووئيل د مېډيا نمائندګانو سره د سوشل مېډيا په مسئلو هم خبره شوې۔سوشل مېډيا پھ غېر منظم ډول روانه ده۔بې نامې آئي ډيز او د نورو په نامو آئي ډيز جوړولو سره د خپلې خوښې مواد شئير كړی كېږي۔ نثار علي خان ووئېل د سوشل مېډيا د اهميت نه مونږ ټول خبر يو٬مونږ غواړو چې د سوشل مېديا لپاره څه رولز وي۔ده ووئيل پھ سوشل مېډيا د توهين رسالت ۖ په پېښو وزيراعظم محمد نواز شريف څرګند هدايت جاري كړی چې د پیښو مخ نيوي له دې اقدامات وكړی شي۔د عدليې له اړخه هم په ذاتي توګه ما ته وئېلي شوي وو چې د معاملې نوټس واخلي۔په دې معامله د مسلمان هېوادونو سفيران هم رابلل شوي او هغوي ته د ټول صورتحال وړاندې كړی شې۔ده ووئيل مونږ پھ پاكستان كښې په دې اړه ډېر څه كړي خو اوس مونږ د او آئي سي په كچه د توهين آميز موادو مخ نيوي له څه كول غواړو۔ده ووئيل پھ دې معامله فېس بك او نور سروسز بشپړه مرسته كړی چې له امله يې زياتره آئي ډيز بندې كړی شوي دي