د راروان مالي كال قامی پرمختيائي پروګرام حجم به 21 كهربه 13 اربه روپۍ وي د وفاق برخه 10 كهربه 1 ارب روپۍ او د صوبو برخه 11 كهربه 12 اربه روپۍ ، په دې كښې 162 اربه روپۍ غیر ملکی مرسته هم شامل ده

اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی) د راروان مالی كال 18-2017 قامي پرمختيائي پروګرام حجم به 21 كهربه 13 اربه روپۍ وي چې پكښې به وفاق برخه 10 كهربه 1 اربه روپۍ او صوبو برخه 11 كهربه 12 اربه روپۍ وي۔ پرمختيائي پروګرام كښې 162 اربه روپۍ غیر ملکی مرسته هم هم شامله ده۔ د هېواد پھ تاریخ كښې پھ وړمبي ځل وفاقی حکومت سره سره د صوبو پرمختيائي بجټ هم 10 كهربه روپو څخه زيات شوے۔ سرکاری څانګي پرمختيائي پروګرام پی اېس ډی پی كښې 90 فیصده فنډز د روانو پروژو لپاره بيل کړې شوې۔ د سرکاری څانګي پرمختيائي پروګرام جوړولو كښې وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د حکومت پرمختيائي پرژو څخه د اولس دوسته پالیسو عکاسی شوي،سی پیك ترمخه پرژو ته هم پام لرنه شوې دغسې چې پروژې په وخت بشپړې شي او د هغې ګټه اولس ته ورسي او پاکستان د تجارت او پرمختګ سيمه ايز مرکز وګرځي۔ قامی اقتصادی کونسل په 19 مئی 2017ء د قامي پرمختيائي پروګرام 18-2017 منظوری وركړې وه۔ قامي پرمختيائي پروګرام كښې د سی پیك ترمخه پروژو ته هم پام لرنه شوي دغسې چې دغه پروژې په وخت بشپړې شي او د هغې ګټه اولس ته ورسي او پاکستان د تجارت او پرمختګ سيمه ايز مرکز وګرځي۔ پی ایس ډی پی كښې د پروژو په بشپړولو خاص زور راوړلې شوې او دې مقصد لپاره 90 فیصده فنډز د روانو پروژو لپاره بيل کړې شوې۔ دې سره سره به د روان مالی كال څخه په نتيجو اډانه ټګلاره خپلولې شي۔ د سترو لارو پرمختيائي پروژو لپاره هم د ډېرې سرمایه کارۍ نه ځانله د توان څانګي ته پام لرنه شوي۔ د انفراسټرکچر څانګي لپاره پرمختيائي بجټ 67 فیصده بيل کړې شوې۔ ټرانسپورټ او مواصلات څانګي لپاره 411 اربه روپۍ بيلې کړې شوي دغسې د توان څانګي لپاره 404 اربه روپو سرمایه کارۍ له منصوبه بندی شوي۔ د سرکاری څانګي پرمختيائي پروګرام كښې د تعلیم او صحت څانګو ته پام لرنه شوي۔ دې نه ځانله نېشنل بزنس ډویلپمنټ پروګرام اېس ایم ایز، نېشنل سینټر ان روبوټکس اینډ آټومېشن جوړولو ، سائبر سکیورټی، بګ ډیټا او کلاؤډ کمپیوټنګ، هیومن نیوټرېشن، پاکستان فنانشل انکلوژن او انفراسټرکچر ډویلپمنټ، نېشنل سائنس اینډ ټیکنالوجی پارك او ماحول دوسته پروژو پيل كولو غوندې نوي اقدامات هم پرمختيائي پروګرام كښې شامل کړې شوي۔ كلن پرمختيائي پروګرام كښې د آزاد جمو او کشمیر، ګلګت بلتستان او فاټا كښې د پرمختګ يو نوي دور پيل كولو لپاره دغه سيمو ته خاص پام لرنه شوي۔ راروان مالی كال سرکاری څانګي پرمختيائي پروګرام له مخې د برېښنا پروژو په لړ كښې واپډا (پاور) لپاره 60 اربه 90 کروړ 90 لاکھ روپۍ بيلې کړې شوي دغسې د نېشنل هائی وے اتھارټی لپاره 3 كهربه 19 اربه 72 کروړه روپۍ، مواصلات ډویژن (د این ایچ اے نه بغېر ) 13 اربه 66 کروړه، وزیراعظم نړيوال پرمختيائي اهدافو اچیومنټ پروګرام لپاره 30 اربه روپۍ، سپیشل فیډرل ډویلپمنټ پروګرام لپاره 40 اربه روپۍ، ایرا لپاره 7 اربه 50کروړه روپۍ بيلې كړې شوي۔ د كډوالو بحالۍ او اسانيو او امنيت لپاره 45، 45 اربه روپۍ او د وزیراعظم یوتھ پروګرام لپاره 20 اربه روپۍ بيلې کړې شوي۔ دغسې د ګاز انفراسټرکچر ډویلپمنټ فنډ لپاره 25 اربه روپۍ بيلې كړې شوي۔دې نه ځانله د هوا بازی ډویژن لپاره 4 اربه 34کروړ 87 لاکھ روپۍ، کابینه ډویژن لپاره 15 کروړ 97 لکھ روپۍ، کیپیټل ایډمنسټرېشن او ډویلپمنټ ډویژن لپاره 5 اربه 18کروړ 82 لکھ روپۍ، موسمیاتی تبدیلی ډویژن لپاره 81 کروړ 50 لکھ روپۍ، تجارت ډویژن لپاره 1 ارب 20 کروړه روپۍ، دفاع ډویژن لپاره 53 کروړ 50 لکھ روپۍ، دفاعی پیداوار ډویژن لپاره 4 اربه 46 کروړ 80 لکھ روپۍ، وفاقی تعلیم او پیشه وارانه تربیې ډویژن لپاره 2 اربه 96کروړ 19 لکھ روپۍ، اسټیبلشمنټ ډویژن لپاره 27کروړ روپۍ، فنانس ډویژن لپاره 18 اربه 93کروړه 63 لکھ روپۍ، پورټس اینډ شپنگ ډویژن لپاره 12 اربه 77 کروړه 56 لکھ روپۍ، خارجه چارو ډویژن لپاره 20 کروړ روپۍ، د لوړو زدكړو كمېسون لپاره 35 اربه 66کروړه 28 لکھ روپۍ، هاؤسنګ او تعمیرات ډویژن لپاره 10 اربه 38کروړه 62 لکھ روپۍ، صنعت او پیداوار ډویژن لپاره 2 اربه 73 کروړه 72 لکھ روپۍ، د اطلاعات او خپرونو ډویژن لپاره 81 کروړ 17 لکھ روپۍ، انفارمېشن ټیکنالوجی او ټیلی کام ډویژن لپاره يو ارب 53 کروړه 80 لکھ روپۍ، بین الصوبائی رابطې ډویژن لپاره 3 اربه 4 کروړه 41 لکھ روپۍ، داخله ډویژن لپاره 15 اربه 66 کروړه 69 لکھ روپۍ، کشمیر او ګلګت بلتستان چارو لپاره 43 اربه 64 کروړه 43 لکھ روپۍ، قانون او انصاف ډویژن لپاره يو ارب 20 کروړه روپۍ، د نشه اي توكو مخنيوي ډویژن لپاره 22 کروړه روپۍ، نېشنل فوډ سیکورټی او ریسرچ ډویژن لپاره يو ارب 61 کروړه 42 روپۍ، نېشنل هیلتھ سروسز، ریګولیشنز او کوآرډینیشن ډویژن لپاره 48 اربه 70کروړه 14 لکھ روپۍ، قامی تاریخ او ادبی ورثې ډویژن لپاره 27 کروړه 27 لکھ روپۍ، نېشنل سیکورټی ډویژن لپاره 10 کروړه روپۍ، پاکستان اټامك انرجی کمېشن لپاره 15 ارب 8 کروړه 50 لکھ روپۍ، پاکستان نیوکلیئر ریګولیټری اتھارټی لپاره 32 کروړه 15 لکھ روپۍ، پټرولیم او قدرتی وسائلو ډویژن لپاره 55 کروړه 42 لکھ روپۍ، منصوبه بندی، پرمختګ او اصلاحات ډویژن لپاره 16 اربه 79 کروړه 85 لکھ روپۍ، ریلوے ډویژن لپاره 42 اربه 90 کروړه روپۍ، ریونیو ډویژن لپاره 79 کروړه روپۍ، سائنس او ټیکنالوجی ریسرچ ډویژن لپاره 2 اربه 42 کروړه 79 لکھ روپۍ، د ریاستونو او سرحدی سيمو ډویژن لپاره 26 اربه 90 کروړه روپۍ، شماریات ډویژن لپاره 20 کروړه روپۍ، سپارکو لپاره 3 اربه 50 کروړه روپۍ، ټیکسټائل انډسټری ډویژن لپاره 21 کروړه 75 لکھ روپۍ بيلې كړې شوي۔ دغسې 40 بيل وزارتونو او ډویژنو لپاره په مجموعی توګه 3 كهربه 77 اربه 87 کروړه روپۍ بيلې كړې شوي۔ مالی كال 18-2017 سرکاری څانګي پرمختيائي پروګرام كښې صوبو لپاره 11 كهربه 12 اربه روپۍ پرمختيائي فنډز تجویز کړې شوې چې پكښې يو كهرب 95 اربه روپۍ غیر ملکی مرسته هم شامله ده۔ مالی كال 17-2016 كښې قامي پرمختيائي پروګرام حجم 16 كهربه75 اربه روپۍ دے چې پكښې د وفاق برخه 8 كهربه روپۍ او د صوبو برخه 8 كهربه 75 اربه روپۍ ده۔ پرمختيائي پروګرام كښې يو كهرب 43 اربه روپۍ غیرملکی مرسته هم شامله ده۔ دا خبره دې ياده وي چې نوي وفاقی میزانیه كښې د سرکاری څانګې پرمختيائي پروګرام(پی ایس ډی پی) حجم كښې 25.1 فیصده دغسې د صوبو كلن پرمختيائي پروګرامونو كښې 27.08 فیصده زياتوالې شوے دے ۔