د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ ختمولو له قامي بيانيې ته اړتيا ده

اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ ختمولو له قامي بيانيې ته اړتيا ده٬په قامونو كښې هغه بيانيې كاميابېږي كومې چې د اولس په مشاورت رامخې ته كړې شي ٬د كلتور ترمخه د بيانيې ودې له كار روان دے٬اسلامي تعليمات كښې هم د صبر او بخښنې درس وركړی شوې٬د زغم روايت مخ په وړاندېبوتلل زمونږ د ټولو ذمه واري ده٬د ترهه ګرۍ خاتمه يوازې په جنګ نه بلكې د يو خاص سوچ ختمولو سره ممكنه ده٬ ردالفساد عمليات او د كراچۍ عمليات د منفي سوچ پھ ضد پېل كړې شوي۔دې د زيارت په ورځ لوك ورثه كښې د كلچر سټديز لپاره د قامي ادارې د سيوري لاندې “ټولنه كښې د زغم كلتور او زړو رواياتو په بحالۍ”مباحثې ته خطاب كولو۔قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه٬پارلماني غړو روبينه خالد٬بشری ګوهر٬آسيه ناصر٬نعيمه ګوهر٬د سول سوسائټۍ نمائندګانو٬خبريالانو او تعليم پوهو پھ مباحثه كښې ګډون كولو۔د اطلاعات وزيرې پھ خپل خطاب ګښې ووئيل د وزارت قلمدان سنبهالولو نه پس ما په فطري بيانيې او قامي ورثې په بحالۍ كار پېل كړې۔دې ووئيل د پاكستان په آئين كښې خپلواكي په ډاګه كړی شوې۔دې ووئيل په قامونو كښې هغه بيانيې كاميابې وي كومې چې په مشاورت رامخې ته كړې شي۔د پاكستان په شپږ لسيزو كښې فطري بيانيه د نن بيانيې څخه مختلف ده۔دې ووئيل د جمهوري حكومتونو د اړخه وركړې شوې قربانۍ بايد د بيانيې برخه وګرځولې شي۔پاكستان لپاره قربانۍ وركونكو ته پېرزوينې وړاندې كوم۔دې ووئيل د ترهه ګرۍ خاتمه يوازې جنګ سره نه بلكې د يو خاص سوچ ختمولو سره ممكنه ده ٬ ردالفساد عمليات او د كراچۍ عمليات د منفي سوچ پھ ضد روان دي ۔دا عمليات كاميابۍ سره خپل اهداف ترلاسه كوي۔دې ووئيل تېرو 35 كلونو كښې د ترهه ګرۍ٬منفي سوچ او انتهاخوښۍ بيانيه غالبه وه خو به اوسني حكومت كښې په هېواد كښې مثبتو هلو ځلو ته وده ترلاسه كېږي او په ترهه ګرۍ تر ډېره حده قابو موندلې شوې۔ دوهمې وزيرې ووئېل په هېواد كښې د فلمي صنعت بحالۍ٬سېلګرۍ او لوبو ته وده وركړې كېږي ۔د اطلاعات وزيرې ووئيل لوبې او كلتور د جارحانه سوچ بدلولو سبب ګرځېدې شي۔ د كلتور تر مخه د بيانيې په وده كار روان دے۔ د مباحثې په اختتامي كلماتو كښې مريم اورنګزېب ووئيل د مثبت بيانيې بحالۍ له به ټولو له كردار ترسره كول وي۔دې ووئيل مثبت تنقيد تل نوې لارې تعينوي۔دې ووئيل د صبر او زغم ذكر په قرآن پاك كښې هم راغلې او دا ټكي چې څومره آسان دي دومره په هغې عمل مشكل دے۔ مريم اورنګزېب ووئېل د زغم روايت مخ په وړاندې بوتلل زمونږ د ټولو انفرادي ذمه واري ده۔دې ووئيل راروان وخت د امن دے