د تركيې د وسله والو ځواكونو مشر د امريكې د وسله والو ځواكونو مشر جوزف ډنفورډ سره وليدل

واشنګټن 07 مئي ﴿اے پي پي﴾ د تركيې د وسله والو ځواكونو مشر جنرال حلوصي آقار د امريكې د وسله والو ځواكونو مشر جوزف ډنفورډ سره ملاقات كړے۔ د انا طوليه خبري اژانس له مخې د اولس مشر رجب طيب اردوان لخوا د امريكې د دورې نه وړاندې د وسله والو ځواكونو مشر جنرال حلوصي آقار د امريكې په دوره دے۔ د امريكې دورې پھ مهال د قامي استخبارتي ايجنسۍ سلاكار خاقان فيدان ٬ صدارتي وياند او سفير ابراهيم قالن هم جنرال حلوصي آقار سره دي۔ د جنرال حلوصي آقار په مشرۍ كښې د تركيې پلاوي د امريكې دوسله والو ځواكونو مشر جوزف ډنفورډ په مشرۍ كښې پلاوي سره ملاقات وكړو۔ په مذاكراتو كښې د ترهه ګرۍ په ضد د يووالې او په سوريه او عراق كښې د رامخې ته شوي صورتحال جاج واخستل شو