د بېلو وزارتونو او ډويژنونو پرمختيائي پروژو لپاره پھ مجموعي توګه 6 كهربه 79 اربه 55 كروړ 98 لكه روپو نه زياتې جاري كړی شوې

اسلام آباد 30 مئی (اے پی پی)د منصوبه بنډۍ او پرمختګ سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د بېلو وزارتونو او ډويژنونو پرمختيائي پروژو لپاره پھ مجموعي توګه 6 كهربه 79 اربه 55 كروړه 98 لكه روپو څخه زياتې جاري كړې شوې دي ۔د حكومت سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام لپاره 8 كهربه روپۍ بېلې كړی دې۔د پلاننګ كمېشن لخوا جاري شوو شمېرو له مخې پرائم منسټر يوت او هنرمند پروګرام لپاره 10 اربه 27 كروړه 80 لكه روپۍ٬په عارضي توګه بې كوره شويو كسانو بحالۍ لپاره 61 اربه 29 كروړه٬ پرائم منسټر ګلوبل پائيدار پرمختيائي اهدافو لپاره 27 ارب 50 كروړه٬ايرا لپاره 11 اربه 22 كروړه٬ سېفران فاټا لپاره 21 اربه 54 كروړه٬ ګلګت بلتستان بلاك لپاره 10 اربه 70 كروړه٬د اے جے كے بلاك لپاره 15 اربه 65 كروړه او واپډا پاور سېكټر لپاره يو كهرب 29 ارب 66 كروړه ٬نېشنل هائي وے اتهارټۍ لپاره 1 كهرب 93 اربه 66 كروړه٬ د اوبو او برېښنا لپاره 24 اربه 49 كروړه٬ سپاركو لپاره 2 ارب٬ رېلويز ډويژن لپاره 40 اربه 76 كروړه٬پاكستان اټامك انرجي كمېشن لپاره 22 اربه 57 كروړه٬ هېواد كښې د روغتيا آسانۍ ښه والي لپاره 33 اربه 32 كروړه٬داخله ډويژن لپاره 11 اربه٬لوړو زده كړو ډويژن لپاره 20 اربه 27 كروړه٬ فنانس ډويژن لپاره 4 اربه 71 كروړ٬ه ډيفنس پروډېكشن ډويژن لپاره 2 ارب 30 كروړه٬ ايوي اېشن ډويژن لپاره 2 ارب 86 كروړه پشمول بېلو پرمختيائي پروژو لپاره فنډز جاري كړی شوې دې