د افغان ځواكونو لخوا د ډزو نه پس د بلوچستان په دوه سرحدي كليو كښې د سر شمېرنې عمل په عارضي توګه بند كړے شو

اسلام آباد 05 مئي ﴿اے پي پي﴾ د افغان ځواكونو لخوا د ډزو نه پس د بلوچستان په دوه سرحدي كليو كښې د سر شمېرنې عمل په عارضي توګه بند كړے شوے۔ د نجي ټي وي راپور له مخې د سر شمېرنې كمشنر محمد اشرف په دې لړ كښې وئيلي دي چې د چمن په جهانګير او لقمان كليو كښې د سر شمېرې په ډله د افغان ځواكونو لخوا د ډزو نه پس د قلعه عبدالله دوه سرحدي كليو كښې د سر شمېرنې عمل په عارضي توګه بند كړے شوے او صوبې په نورو سيمو كښې د سر شمېرې عمل روان دے۔ده ووئيل د صورتحال جاج نه پس به په يادو شويو سيمو كښې د سر شمېرنې عمل بيا پېل كولې شي۔ د يادونې وړ ده چې په وړومبني پړاٶ كښې د بلوچستان په 17 ضلعو كښې د سر شمېرنې لړۍ روانه ده۔