داعش نړيوال امن لپاره خطر دے۔لاوروف

ماسكو 07 مئي ﴿اے پي پي)روسيې داعش نړيوال امن لپاره خطر ګرځولو سره د دې د خاتمې پھ ضرورت زور راوړے۔ د روسيې مېډيا له مخې د روس خارجه وزير سرګئ لاوروف په يوه مركه كښې ووئيل چې روسيه د ګردې نړۍ څخه د ترهه ګرۍ ډلې داعش په خاتمه كښې لوظي دے٬داعش د نړۍ په ګردو بېلا بېلو سيمو كښې فعاله دے او مونږ د دې خاتمې لپاره لوظي يو۔ د روسيې خارجه وزير ووئيل چې داعش نه يوازې په مينځني ختيز او شمالې افريقا بلكې په نورو سيمو كښې هم فعاله دے او د دې خاتمه ضروري ده