بجټ ډېر متوازن او ښه دے په معيشت به ئې ښه آغيز وشي

اسلام آباد 26 مئی (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې بجټ ډېر متوازن او ښه دے په معيشت به ئې ښه آغيز وشي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د بجټ وړاندې كولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل ٬ د بجټ په تيارۍ كښې بې وسه خلقو ته خاص آسانۍ وركړې شوې۔ وزیراعظم ووئيل د برېښنا توان بحران په مستقل توګه خاتمې له بجټ كښې بېلا بېلو چارو او مجوزه منصوبو له مناسب فنډز بېل كړې شوے دے ۔ده ووئيل د كركيلي او كروندګرو بهترۍ له هم ګامونه پورته كړې شوي دي۔ د يو خبريال په پوښتنه وزيراعظم نواز شريف ووئيل راتلونكې بجټ به هم د مسلم لېګ (ن) حكومت وړاندې كوي