اولس مشر ممنون حسېن ٬ خارجه سلاكار سرتاج عزيز او خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه سره جلا جلا ملاقاتونه

اسلام آباد ۔ 25 مئی (اے پی پی) د سارك عمومي سېكتر امجد حسېن سیال د پاكستان دوه ورځنۍ دوره بشپړ كړې۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند ترمخه اسلام آباد كښې د پاتې كېدو په مهال د سارك عمومي سېكتر ممنون حسېن، خارجه سلاكار سرتاج عزيز او خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ خارجه دفتر كښې د ملاقات په مهال خارجه سلاكار د سوئيلي آسيا اولس خېر ښېګړې ته وده وركولو له د سارك تر سېوري لاندې د پاكستان لخوا سيمې ايزې مرستې له د خپل لوظ پخلي كولو سره ووئيل سارك سيمه بلها قدرتي او بشري پنګې لري ولې د بدمرغه د يو شمېر چېلنجونو سره د مخ كېدو په سوب دا پنګې د اولس خېر ښېګړې له كارولې شوې نه دي۔ امجد حسېن سيال د سارك 13م عمومي سېكتر دے ده د روان كال مارچ مياشت كښی د عمومي سېكتر په حېث خپل منصب سنبال كړے۔ دده تعلق پاكستان سره دے