04 اپرېل 1979 د هېواد د تاریخ توره ورځ وه۔سیکرټری اطلاعات کرن بلوچ

کوئټه 04 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان پیپلز پارټي د مېرمنو څانګې د بلوچستان د اطلاعات سېكرټري کرن بلوچ د قائد عوام شهید ذوالفقار علی بھټو شهادت ورځ په موقع په خپل پیغام كښې ووئيل چې د 04 اپرېل1979 ورځ د هېواد په تاريخ كښې توره ورځ ده په كومه ورځ چې د مسلمانانو يو بهادر ،بے باك لیډر او د اتومي قوت بانی ټاكلے وزیراعظم شهید ذوالفقار علی بھټو د يو متنازعه عدالتی پريكړې په رڼا كښې په سولي كولو سره شهيد كړے شو ۔ دې ووئېل شهید ذوالفقار علی بھټو د غريبانو مرستيال ؤ او پاکستان ئې د نړۍ تر ټولو عظيم هېواد جوړول غوښتل ۔ دې ووئېل د پیپلز پارټي بانی چیئرمین شهید ذوالفقار علی بھټو د امت مسلمه لپاره د اميد سيره وه چا چې اسلامي هېوادونه د نړۍ د نورو هېوادونو په مقابل كښې مخ په وړاندې بوتلل غوښتل