پېښور نه كوئټه ته د تلونكي جفعر اېكسپرېس 4 ډبې د پټلۍ څخه كوزې شوې – 13 كسان ژوبل

لاهور۔18اپرېل (اے پی پی) پېښور نه كوئټه ته د تلونكي جفعر اېكسپرېس 4 ډبې ګوجرانواله ته نزدې د پټلۍ څخه كوزېدو په نتيجه كښې 13 كسان ژوبل شوي دي۔ ژوبل شوو كښې 10 كسان د ځائې طبي مرستې نه پس فارغ كړې شوي او درې نور ډي اېچ كيو روغتون ته رسولې شوي د كومو حالت چې د خطر نه بهردے۔ وفاقي وزير په پېښه د افسوس څرګندونې سره اړوندو چارواكو ته په سمدستي توګه د مرستې كاروايو امر كړے۔ د وفاقي وزير په سپارښتنه مسافر د نيو جعفر اېكسپرېس د لارې خپل منزل ته روان كړې شوي۔ د رېلوے وزارت وياند اے پي پي ته ووئيل د رېلوے سي اي او جاوېد انور او نورو چارواكو كنټرول روم كښې د وضعې څارنه كوله۔ د پیښې بشپړه پلټنيو څخه وروستو به د پېښې سوب رامخې ته كولې شي