پاکستان خارجي سرمايه كارو له په زړه پورې اسانۍ وركوي

APP55-25 ISLAMABAD: April 25 - Ambassador-designate to Denmark, Syed Zulfiqar Haider Gardezi called on President Mamnoon Hussain at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان نېغه په نېغه خارجي سرمايه كارو له په زړه پورې اسانۍ وركوي٬ بهر هېواد كښې د پاكستان غوره پېژندګلې بائد رامخې ته كړې شي۔ اولس مشر دا خبرې د نهې په ورځ ډنمارك لپاره د پاكستان نومولې سفير سید ذوالفقار حېدر ګردېزي سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د اولس مشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ اولس مشر ووئيل ډنمارك كښې دې تجارتي ورورولي پاكستان كښې په خاص توګه د متبادل توان په اړه د سرمايه كارۍ موقعو څخه خبر كړې شي۔ سفير ته په نوې ذمه واريو مباركي وركولو سره اولس مشر ووئيل د پاكستان او ډنمارك ترمېنځه اګر چې دوه اړخير تجارتي حجم زياتېږي ولې ډنمارك لپاره زمونږ د روايتي او غېر روايتي څيزونو برآمدات لا زياتول پكار دي۔ اولس مشر هيله څرګنده كړه چې نومولي شوي نوي سفير به د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې لا مستحكمې كړي۔ده ووئيل پاكستان او د ډنمارك سره ښې او قوي اړيكې لري او دواړه هېوادونه په نريوالو ادارو كښې د يو بل سره مرسته كوي۔ده سفير ته ووئيل ھغه دې كال 20-2018 له د بشري حقونو په كونسل كښې د پاكستان د كانديد مرستې له هڅې وكړي۔ اولس مشر ووئيل پارلماني غړي او تهنك ټېنك د كوم هم هېواد په پاليسو جوړولو كښې مهم كردار تر سره كوي او دې لپاره دې سفير د ډنمارك طبقاتو سره رابطو لپاره جدي هڅې وكړې دغسې چې ھغوي د مقبوضه كشمير او افعانستان وضعې څخه خبر كړې شي۔ اولس مشر سفير ته ووئيل ھغه دې بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيانو ته موثره قونصلر رسائي وركړې او د ھغوي مسئلو څخه ځان خبر ساتلو لپاره دې رابطې وساتې ۔ اولس مشر ممنون حسېن ډنمارك لپاره د پاكستان نومولې سفير لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او وئ وئيل ھغه دې د ډنمارك ملكه مارګرېټ دوئم له د ھغه د نېكو هيلو پېغام هم ورسوي