پاك چين اقتصادي راهداري منصوبې څخه به نه يوازې د پاكستان ټولې صوبې استفاده وكړي بلكې دا منطقه كښې د نوې رابطو سوب هم جوړ شوې

APP76-03 ISLAMABAD: April 03 - Minister of State for IB & NH, Ms. Marriyum Aurangzeb talking to newly elected Members of Chitral Press Club on the occasion of Oath Taking Ceremony. APP

اسلام آباد 03 اپریل(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې پھ كال 2013 كښې د ډيفالټ په پوزيشن ولاړ پاكستان د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ مشرۍ كښې د پرله پسې هڅو په نتيجه كښې نن د نړۍ رامخې ته كېدونكې معيشت لرونكو هېوادونو پھ فهرست كښې شامل شوې٬نړيوالې ادارې او سروے رپورټس زمونږ د كاميابۍ اعتراف كوي٬پاك چين اقتصادي راهداري منصوبې څخه به نه يوازې د پاكستان ټولې صوبې استفاده وكړي بلكې دا به منطقه كښې د نوې رابطو سوب هم جوړ شوې٬سي پیك به ګيم چېنجرز سره سره زمونږ د نوې نسل تقدير بدل كړي٬خبريالانو لپاره سېكورټي اينډ سيفټي بل ته حتمي شكل وركولې شي٬په دې بل كښې خبريالانو سره سره كيمره مين هم شامل كړی شوي كوم چې خپل ځانونه خطر سره مخ كولو سره كورېج كوي٬د خبريالانو د كار استعداد زياتولو له د تربيې پروګرام به 3 څخه تر 5 كلونو دوام لري۔دې د ګل په ورځ پي آئي ډي كښې د چترال پرېس كلب د نوي ټاكل شوي مشرتابه د سوګند پورته كولو دستورې ته خطاب كولو۔پھ دې مهال د قامي اسمبلۍ غړې افتخار الدين٬پي آئي او راؤ تحسين علي او د چترال پرېس كلب مشرتابه موجود وه۔ د چترال پرېس كلب صدر او عمومي سېكتر دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ته د چترال يو ښكلې شال د ډالۍ په توګه وړاندې كړو۔ دوهمې وزيرې د چترال پرېس كلب نوې ټاكل شويو څخه سوګند واخست۔دوهمې وزيرې سوګند پورته كونكو د چترال پرېس كلب عهديدرانو ته د وزيراعظم محمد نواز شريف او خپل اړخه مباركي وركولو سره ووئيل زما خواهش وو چې ما د چترال پرېس كلب نوې مشرتابه څخه سوګند په چترال پرېس كلب كښې پورته كړې وې۔ دې ووئيل زه به ډېر زر د چترال دوره كوم۔دې ووئيل وزيراعظم د ټول هېواد وزيراعظم دې٬د نورو صوبو پشان كے پي كے كښې يې هم د هلت كارډ پشمول د اولسي خېرښېګړی نورې منصوبې پیل كړي دغسې په چترال كښې انفارسټركچر لپاره په جون 2016 كښې پېل شوې فيزېبلټي به 31مئي كښې بشپړ كړی شي۔ دې ووئيل پاك چين اقتصادي راهداري منصوبه د وزيراعظم نواز شريف لخوا د پاكستان اولس او د دې منطقې لپاره يوه لويه ډالۍ ده۔دې ووئيل د تېرو 25 نه تر 30 كلونو كښې خبريالانو او كيمره مينانو چې د كوم ډول ترهه ګرۍ په چاپیرچل كښې خپلې ذمه وارۍ پھ غوره ډول ترسره كړي د ستائنې وړ دي۔دې ووئيل د سيمه ايزو ژبو او كلتور څخه نوې نسل خبرولو له د مېډيا او د اطلاعاتو وزارت مهمې ذمه وارۍ دي۔دوهمې وزيرې د چترال پرېس كلب ممبرانو لپاره مېډيا كالوني٬كلن ګرانټ 8 لكه كولو او د 10كے وي اے ريډيو ټرانسميټر منظوري وركړه۔د اسلام آباد د سړك نوم چترال سره منسوب كولو له د اسلام آباد ميئر سره د خبرې كولو او د چترال د خبريالانو ټولو مسئلو حل كولو يې باور وركړو۔د چترال د قامي اسمبلۍ غړي افتخار الدين خپل خطاب كښې د وزيراعظم مننه وكړه۔ چا چې په چترال كښې رېكارډ پرمختيائي كارونه كړي۔په دې مهال د چترال پرېس كلب صدر ظهير الدين هم خطاب كولو سره ووئيل وزيراعظم چترال لپاره رېكارډ منصوبې پیل كړي٬د چترال اولس او خبرياله ورورولي د وزيراعظم مننه كوي