پاكستان د سټېټ بابك او د اېران د مركزي بانك ترمېنځه د لوظنامې په نتيجه كښې به د دواړو هېوادونو د بانكونو د لارې د وريژو په تجارت كښې مرسته وشي

اسلام آباد 19 اپریل (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير وئيلي دي چې پاكستانې وريژې سلو هېوادونو ته لېږل كېږي٬ د پاكستان د سټېټ بابك او د اېران د مركزي بانك ترمېنځه د لوظنامې په نتيجه كښې به د دواړو هېوادونو د بانكونو د لارې د وريژو په تجارت كښې مرسته وشي۔ د شورو په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د خالده منصور٬ علي محمد خان او غوث بخش مهر د پوښتنې په ځواب كښې د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير خان ووئيل چې په بېلا بېلو هېوادونو كښې د پاكستان په سفارتخانو كښې كمرشل اتاشي د برآمداتو په اړه شخړې حل كولو لپاره اقدامات كوي۔ ده ووئيل چې يو نيم كال وړاندې په كنيا كښې د پاكستان وريژې ودرول شوې وې خو د سفارت په مرسته دا معامله حل كړې شوې۔ ده ووئيل چې سږ كال د وريژو بېغې ښې شوې دي او په نتيجه كښې به ئې د وريژو كروندګرو ته ګټه ورسي