پاكستان د زړه نه سوئيلي آسياء كښې امن او مرستې ته وده وركول او سارك د فعاله سيمه ايز تنظيم په توګه ليدل غواړي

APP56-25 ISLAMABAD: April 25 - Dr. Mohamed Asim, Foreign Minister of Maldives called on Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif. APP

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) وزیر اعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې پاكستان د زړه نه سوئيلي آسيا كښې امن او مرستې ته وده وركول او سارك د فعاله سيمه ايز تنظيم په توګه ليدل غواړي۔ كوم لپاره چې سلامتيا او استحكام ته اړتيا ده۔ د نهې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې د مالديپ خارجه وزيرډاکټر محمد عاصم سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وزیراعظم ووئيل پاكستان سارك ته ډېر اهميت وركوي او دا د فعاله سيمه ايز تنظيم په توګه ليدل غواړي۔ ده ووئيل پاكستان د سارك چارټر اصولو او مقصدونو سره د تړون عزم لري۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان مالدیپ سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه په شريكه عقيده ٬ شريك تفاهم او احترام كښې يو بل سره تړلي دي ۔ وزيراعظم د پاکستان او مالدیپ ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت په زياتولو زور رواړو۔ وزیراعظم ووئيل دا خبره د ډاډ وړ ده چې د پاکستان او مالدیپ ترمېنځه پارلماني مرسته زياته شوې ده او د مالديپ د سېنېټ چيِئرمېن تېر كال د پاكستان دوره د مستحكم پارلماني اړيكو ثبوت دے۔ ډاکټر محمد عاصم د دواړو هېوادونو دوه اړخيزه اړيكې لا زياتولو له د خپلې هيلې څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د وزايراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز او خاص مرستيال طارق فاطمي هم موجود وو