پاكستان امريكې سره اړيكې مهمې ګڼيِ۔ حكومت دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو له خوښي لري

اسلام آباد ۔ 10 اپرېل (اے پی پی) امریکا كښې د پاكستان سفير اعزاز چوهدری وئيلي دي پاكستان امريكې سره اړيكې مهمې ګڼيِ۔ حكومت دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو له خوښي لري۔ هېواد كښې سرمايه كارۍ او بهرنيو سرمايه كارو ته اسانۍ وركولو له د سكېورټیز اېنډ اېکسچېنج کمېشن ګامونه په نړيواله كچه ستائلې شي۔ ده په واشنګټن كښې د اېس ای سی پی يو پلاوي سره خبرې كولې۔ د اېس ای سی پی چارواكو د امريكا سكېورټیز اېنډ اېکسچېنج کمېشن كښې د سكېورټیز ماركېټ په پرمختګ او وده راجوړ كړې 27 م كلن كنفرنس كښې ګډون كولو۔ اعزاز چوهدری هېواد كښې سرمايه كارۍ ته وده وركولو له کارپورېټ سېکټر او کپیټل ماركېټ كښې معارفي كړې شوي اصلاحات وستائل۔ په دې مهال د امريكا كامرس څانګې اعلی چارواكي هم موجود وو۔ اعزاز چوهدي ووئيل پاكستان امريكې سره اړيكې ډېرې مهمې ګڼيِ او دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كاري زياتول غواړي۔ دې نه وړاندې د امريكا سكېورټیز اېنډ اېکسچېنج کمېشن مشر مائیکل پائیوار هم كنفرنس ته وېنا وكړه كومه كښې چې ده د اېس اي سي پي د هڅو او ګامونو ستائنه وكړه۔ د نورو هېوادونو پلاويو هم د پاكستان کپیټل ماركېټ شوي اصلاحات وستائل