وفاقی وزیر زاهد حامد د یونېسیف د سېورې لاندې وزارتی غونډه كښې ګډون له امريكې ته لاړ

اسلام آباد 18 اپریل (اے پی پی) د موسمیاتی بدلون وفاقی وزیر زاهد حامد اعلٰی كچ غونډه كښې چې سر خط ئې ’’ پاكو اوبو او پاك چاپيرچل د ټولو لپاره ‘‘ اېس ډبلیو اے 2017 كښې ګډون له امريكې ته لاړو ۔ پھ دې لړ كښې د یونېسیف د سېورې لاندې وزارتی غونډه به په 19 او 20 اپريل واشنګټن كښې كېږي۔ وفاقی وزیر زاهد حامد به دغه غونډو كښې د پاکستان نمائندګي كوي۔ په دې مهال به د څښلو پاكو اوبو او پاك چاپيرچل په اړه پالیسۍ ٬مباحثې او د تجربو تبادله كېږي