وزيراعظم محمد نواز شريف د لوډشېډنګ په كولو ناراضګي ښكاره كړه

اسلام آباد 28 اپریل (اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف په لوډشېډنګ كولو د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره وئېلي دي اولس له آسانۍ وركول د حكومت ذمه واري ده٬اړوندو وزارتونو د وړاندې نه منصوبه بندي نه ده كړی ٬ بايد د ذمه وارو تعين وكړې شي۔ده دا خبره د جمعې پھ ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د توان په اړه د كابينه كمېټۍ د روانې مياشتې پھ مهال د پرله پسې څلورمې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔د اوبو او برېښنا سېكتر غونډه د غېر فعاله آئي پي پيز او د كېپټو پاور پلانټس د شتون او كارولو پھ اړه خبر كړه۔ده د نېپرا لخوا اپ فرنټ ټېړف چارو په حقله او د ګرمۍ موسم لپاره د لوډ منيجمنټ پلان څخه هم غونډه خبر كړه۔ده غونډې ته ووئيل د برېښنا 866 مېګاواټ پیداوار اپرېل كښې نظام كښې بيا شامل كړی شوي او د مئي 2017 تر نيمې به نور 400 مېګاواټ برېښنا نظام كښې شامله كړی شي۔د اوبو او برېښنا وزير غونډې ته ووئيل د برېښنا نظام كښې خنډان لرې كولو پروګرام به د روان كال تر دسمبر بشپړ شي۔د خزانې وزير غونډه پاكستان كښې د سولر پاور منصوبو فنډنګ پھ اړه د نړيوال بانك صدر سره د خپل ملاقات په اړه خبر كړه۔وزيراعظم د اوبو او برېښنا سېكتر ته امر وكړو چې د برېښنا رسنې نګرانۍ لپاره خاص ډلې تشكيل كړي۔ده سپارښتنه وكړه دا ډله دې د برېښنا ترسيل او وېش نظام څارنې په اړه هم د اونۍ پھ بنياد راپور وړاندې كړي۔وزيراعظم د اوبو او برېښنا وزارت سېكتر٬د خزانې سېكتر او خپل سېكتر ته ووئېل چې غېر فعال آئي پي پيز سره اړوندې مسئلې حل كولو له لائحه جوړه كړئ او په دوو ورځو كښې راپور وړاندې كړئ ۔وزيراعظم د پېټروليم او د اوبو او برېښنا وزارتونو ته هم سپارښتنه وكړه چې د برېښنا د پیداوار پلانټ د فرنس آئل څخه ري ګيسيفائيډ ليكوډ نيچرل ګيس(آر اېم جي)او سكرو ته د منتقل كولو متوازن پلان جوړ كړئ او د توان په اړه د كابينه كمېټۍ راروانه غونډه كښې دا منصوبه وړاندې كړي چې ورسره به حكومت ته ټولو څانګو لپاره د برېښنا لګښت كمولو له مرسته ترلاسه شي