نړيواله مېډيا پاكستان ښه معيشت ګرځوي٬د پاكستان سټاك اېكسچېنج د نړۍ ښه سټاك ماركيټ دے

APP57-06 ISLAMABAD: April 06 - Federal Minister for Planning, Development and Reform Ahsan Iqbal addressing at "Leaders in Islamabad Business Summit". APP

اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي نړيواله مېډيا پاكستان يو ښه معيشت ګرځوي٬د پاكستان سټاك اېكسچېنج د نړۍ ښه سټاك ماركيټ دے٬په هېواد كښې د انرژۍ وضعه ښه شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ ليډران اسلام آباد بزنس سمټ ته خپل خطاب كښې وكړه۔په دستوره كښې د نوموړو كمپنو چيف ايګزېكټو افسرانو٬د تجارت څانګې پوهانو او د بېلو هېوادونو سفيرانو ګډون وكړو۔وفاقي وزير ووئيل په 2013 كښې نړيوالې مېډيا پاكستان خطرناك هېواد ګرځولې ؤه خو د حكومتي اقداماتو په وجه اوس پاكستان د آسيا ښه معيشت ګرځوي۔د پاكستان سټاك ماركيټ د نړۍ ښه سټاك ماركيټ دے٬اوس وګړو ته 18 ساعته برېښنا وركړې كېږي۔ده ووئيل د تېر وخت په مقابل كښې امنيتي وضعه ښه شوې۔د ترهه ګرۍ ځينې پېښې مونږ لا قوي كوي۔ده ووئيل تر 2025 به د پاكستان شمېره د نړۍ 25 لويو معيشتونو كښې وشي او مونږ له به د دې موقعو څخه ګټھ پورته كول وي۔ده ووئيل 1 ليسزه پس به د پاكستان ګروت رېټ 5 فيصده څخه پورته لاړ شي۔د سي پیك پھ وجه اوس نړۍ په پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړي۔ده ووئيل د امريكې او برتانيې پشمول بېل هېوادونه د سيمې پرمختګ له د پاكستان سره په ګډه كار كول غواړي۔ده ووئيل د سي پېك د لارې مونږ سيمه ايزې مرستې ته وده وركول غواړو۔۔