مرکزي بانك بېنكنګ نظام كښې 1131 اربه 40 كروړه روپۍ شاملې كړې

کراچۍ 07 اپرېل (اے پي پي)د پاكستان مرکزي بانك بېنكنګ نظام كښې 1131 اربه 40 كروړه روپۍ شاملې كړې۔ تفصیلات له مخې مركزي بانك د جمعې په ورځ د اوپن ماركيټ آپرېشن له مخې په بېنكنګ نظام كښو 7 ورځو لپاره د 5.82 فيصده كلن حساب سره 1131 اربه 40 كروړه روپۍ شاملې كړې دي۔ د اوپن ماركيټ آپرېشن كښې د وړاندې كړې شوې بولۍ رېنج 5.90 فيصد نه 5.82 فيصده ټاكلې شوې ؤه۔ په نيلامۍ كښې د بولي وركوٶنكو وړانديزونه منظور كړې شوې دي