كال 2018ﺀ كښې به هېواد څخه لوډ شېډنګ ختم كړې شي۔ مونږ كار كوؤ ځكه زمونږ مخالفين زمونږ لاره نيسي او د پرمختګ سفر ودرول غواړي۔ مونږ سړكونه جوړؤ او مخالفين سړكونه ناپ كوي۔ د دوئي په قسمت كښې احتجاج او زمونږ په قسمت كښې د اولس خذمت دے۔ دوئي ته معلومه ده كه مونږ دغسې كار روان وساتو نو په كال 2018ﺀ كښې به هم مونږ كامياب يو۔ د وزیر اعظم محمد نواز شریف شېرګړھ كښې اولسي غونډې ته خطاب

شېر ګړھ ۔ 29 اپرېل (اے پی پی) وزیر اعظم محمد نواز شریف وئيلي دي كال 2018ﺀ كښې به هېواد څخه لوډ شېډنګ ختم كړې شي۔ مونږ كار كوؤ ځكه زمونږ مخالفين زمونږ لاره نيسي او د پرمختګ سفر ودرول غواړي۔ مونږ سړكونه جوړؤ او مخالفين سړكونه ناپ كوي۔ د دوئي په قسمت كښې احتجاج او زمونږ په قسمت كښې د اولس خذمت دے۔ دوئي ته معلومه ده كه مونږ دغسې كار روان وساتو نو په كال 2018ﺀ كښې به هم مونږ كامياب يو۔ ده د خالي په ورځ د قامي اسمبلۍ غړي عاشق حسېن په استوګنه د سيمې مشرانو غونډې ته خطاب كولو۔ په دې مهال 211 څخه د پنجاب اسمبلۍ آزاد غړي عبد الرزاق خان نياز په مسلم ليګ (ن) كښې د دوباره شاملېدو اعلان وكړو۔ وزیراعظم خپل تقرير كښې د ريناله 100 كلو ته د ګاز رسنې لپاره 50 کروړ روپۍ ٬ بلدياتي نمائندګانو له 50 کروړ او حلقې نورو مسئلو له صوبائي حكومت سره د خبرو كولو اعلان وكړو۔ وزیراعظم د سيمې ټاكلې نمائندګانو په ډول د دې سيمې د اولس خذمت زمونږ هم فرض دے۔ دا مې كوم احسان يا مهرباني نه بلكې دا ستاسو حق او زما فرض دي۔ ده ووئيل د رېناله رېلوے سټېشن په اړه به د رېلوے وفاقي وزير سره خبره كوم۔ ده ووئيل پاكستان د تند رفتار پرمختګ سفر جاري دے۔ په لاهور ملتان موټروے كار روان دے۔ ملتان نه تر سكھر 6 رويه سړك جوړېږي۔ سكھر څخه تر حېدر آباد سړك جوړولو كار به د روان كال په مهال پېل شي۔ او حېدر آباد څخه تر كراچۍ به څو مياشتې كښې پايې ته ورسي۔ لاهور څخه تر پېښور موټروے وړاندې جوړه شوې۔ده ووئيل زمونږ نه وړاندې حكومتونو 20 كروړه اولس ته د سړكونو اسانۍ وركولو سوچ ولې نه دے كړې۔ ده ووئيل مونږ ته لوډشېډنګ په ميراث كښې پاتې شوې مونږ دا ټھيك كوؤ۔ ده ووئيل بھکھی كښې د 1300 مېګاواټ ، حویلی بهادر شاہ 1300 مېګاواټ ، سائیوال کول پراجېکټ بلوکی 1300 مېګاواټ ٬ پورټ قاسم او د نيلم جهلم منصوبې د روان كال په مهال پايې ته رسي۔ ده ووئيل مونږ اولس سره مينه لرو۔ د سرې نرخونو مو د كروندګرو خوشحالۍ له كم كړل۔ او دا نرخ به لا ټيټيوو۔ د برېښنا نرخ به هم كموؤ۔ ده په دې مهال د ریناله شېرګړھ سړک کارپټنګ هم اعلان وكړو۔ په دې مهال اېم پي اے عبد الرزاق خان نيازي مسلم لیګ (ن) كښې د شاملېدو اعلان وكړو۔ وزیراعظم ووئيل عبدالرزاق نیازی زما نزدې ملګرے دے۔ دے ما سره 1985ء كښې اېم پي اے و۔ ما سره ئې ښه تعلق پاتے شوے۔ اوس هغه خپل كور ته بېرته راغلې مونږ ورته هركلے وايو۔