فرانس كښې صدارتی ټاكنو لپاره د امنيت سخت انتظامات شوي

پیرس 23 اپریل (اے پی پی) فرانس كښې د اتوار په ورځ د صدارتی ټاكنو لپاره د امنيت سخت انتظامات شوي۔ میډیا راپور له مخې ټول هېواد كښې امنيت له 50 زره پولیس اهلکار او 7 عسكر تعینات کړې شوي۔ فرانس كښې په صدارتی ټاكنو كښې 11 كانديدانو ترمينځه مقابله ده او كه كوم كانديد د 50 فیصده څخه زيات ووټونه ترلاسه نه كړل نو ټاكنې به په بل پړاؤ كولې شي۔ په دويم پړاؤ كښې به د دوه كانديدانو وړومبي لمبر او دويم لمبر كانديد ترمينځه مقابله وي۔ دا ټاكنې د اروپا سباؤن لپاره مهمې ګرځولې كېږي۔ صدارتی كانديدانو ټول هېواد كښې د ټاكنو كمپائن په مهال ځينې مباحثې كړي او د اروپا امیګرېشن، معیشت او فرانس شناخت په اړه ئې بيل نظریات او تصورات وړاندې كړي