فاټا كښې د ضرب عضب ځپلي او په عارضي توګه د بې كوره شويو كسانو د بېرته تلو څلورم او آخري پړاؤ روان دے

اسلام آباد ۔ 01 اپرېل(اے پی پی) فاټا كښې د ضرب عضب عملياتو ځپلي او په عارضي توګه د بې كوره شويو كسانو د بېرته تلو څلورم او آخري پړاؤ جاري دے۔ د قطبي وزيرستان بې كوره شويو كسانو كښې د 90 فيصد خپلو خپلو سيمو ته بېرته تګ بشپړ شوے۔ فاټا كښې د سړكونو او توان بحالۍ كار روان دے۔ د خالي په ورځ د قطبي وزيرستان کواډینیټر عزیز داوړ اے پی پی سره خبرو كښې ووئيل فاټا كښې د ترهه ګرو په ضد د آپرېشن په نتيجه كښې ځپلې شويو او په عارضي توګه د بې كوره شويو كسانو د ستنېدو څلورم او آخري پړاؤ جاري دے كوم به چې د روانې مياشتې تر آخر دوام لري۔ بياهم د قطبي وزيرستان 90 كسانو خپلو سيمو ته د ستنېدو عمل بشپړ شوے۔ ده ووئيل د باقي پاتې د ستنېدو عمل به د روانې مياشتې تر آخر بشپړ شي۔ عزیز داوړ ووئيل د امنيتي ځواكونو لخوا وطن كارډ د بېرته تلو په مهال ځكه ښودل لازمي ګرځولې شوي چې بل څوك دغه سيمو ته لاړ نه شي۔ ده ووئيل په عارضي توګه د بې كوره كسانو د كورونو سروے روانه ده۔ د سروے بشپړ كېدو څخه وروستو به د چا كورونه چې بېخي ويجاړ شوي دي هغوي ته به 4 لكهه روپۍ او د چا چې په جزوي توګه ځپلې شوي هغوي ته 160 زره روپۍ وركولې شي۔ ده ووئيل د عملياتو په مهال چې سړكونو او توان نظام ته كوم زيان رسېدلې هغه هم سمولې شي۔ بې كوره كسانو ته يو ساعت سحر او يو ساعت ماښام برېښنا وركولې شي۔ عزیز داوړ ووئيل فاټا كښې د مواصلات نظام بحال كېدو كښې به وخت لګي بياهم د بحالۍ او تعمير په منصوبو تندۍ سره كار روان دے۔