شكاګو كښې د تشدد او د ډزو په بېلو پېښو كښې 6 كسه مړه٬ 17 ژوبل

واشنګټن 03 اپرېل (اے پی پی)د امريكې په شكاګو ښار كښې بېلو سيمو كښې د تشدد او ډزو پھ بېلو پېښو كښې 6 كسه مړه او 17 ژوبل شوې دي۔د امريكې مېډيا له مخې پوليس ووئيل شكاګو كښې په يو پارك كښې په ګاډي كښې ناست نامعلومه كس په لاروي ډزې وكړي چې په نتيجه كښې يې دوه كسه مړه او څلور ژوبل شوي۔د خالي په ورځ هم دې ډول پېښو كښې ځينې كسان مړه او ژوبل شوې وو۔شكاګو په هغه ښارونو كښې شميرلې كېږي چرته چې د ډزو او تشدد زياتې پېښې رامخې ته كېږي۔د روان كال په مهال تر اوسه شكاګو كښې 700 څخه زيات كسان د ډزو ښكار شوې دي