سينئر سول سرونټس دې د غوره خذماتو ترسره كولو او مشرۍ صلاحيتونو لرلو دلارې جونيئرز له يوه ښه نمونه جوړ شي

APP58-25 ISLAMABAD: April 25 - Interior Minister Ch. Nisar Ali Khan addressing participants of 106th National Management Course at Pak Secretariat. APP

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په سينئر سول سرونټس زور راوړے چې هغوي دې د غوره خذماتو ترسره كولو او د مشرۍ صلاحيتونو لرلو د لارې خپل جونيئرز لپاره يوه غوره نمونه جوړ شي۔د نهې پھ ورځ 106م نېشنل منيجمنټ كورس كښې ګډون كونكو ته خطاب كښې داخله وزير پبلك سېكټر آرګنائزېشن لپاره د كار چاپیرچل غوره جوړولو په لړ كښې د ګامونو پورته كولو په حاجت زور راوړو۔داخله وزير ووئيل د خذمت جذبه لرلو سره ٬ چمتو او مخلص سركاري ملازمين د مشرتابه وژن په حقيقت كښې بدلولو سره هېواد پېښو چېلنجونو څخه بهر كولو له پرېكړه كونكي كردار ترسره كولې شي۔ داخله وزير ووئيل په داسې وخت كښې چې كله سول سروس ته د انساني وسائلو د جدي چېلنجونو٬د صلاحيت سازۍ ستونزو او اولس څخه د باور او احترام غوښتنو مخه ده٬سينئر بيروكرېټس دې وړاندې راشي او په خپلو صلاحيتونو كښې دې د اولس باور په ځاې كولو سره لا اضافه وكړي۔ ده ووئيل د سركاري ملازم په حېث د هر سول سروڼس فرض دا دې چې هغه د قانون ساتنې او د اولس خذمت كولو سره متوازن غېر متعصب او د روادارۍ جذبه خپله كړي د هېواد مجموعي صورتحال او په خاص توګه د امنيت د وضعې ذكر كولو سره داخله وزير ووئيل چې په اوسني وخت كښې د سوېلين حكومتونو٬وسله والو ځواكونو د پوليس٬سول آرمډ فورسز او د استخبارتي ادارو هڅو پھ نتيجه كښې د امن وضعه ښه شوې۔د امنيتي مرستې په لاره كښې مونږ كله هم سياسي فرق كړی نه دې او ټول عمري مو صوبائي حكومتونو سره د دوي د سياسي تړون نه پرته مرسته كړی۔ چوهدري نثار علي خان ووئيل چې څه رامخې ته كولې شي يا ادعا كولې شي دا په امنيتي صورتحال كښې د غوره شريكو هڅو نتيجه ده او د دې كرېډټ ټول سټېك هولډرز ته ځي تر ټولو وړومبې د دې كرېډېټ د هېواد دننه يا پھ پوله دښمن سره جنګ كونكي عسكر او پوليس ته ځي كوم چې كوڅه په كوڅه د تورن يا ترهه ګر مقابله كوي۔په امنيتي صورتحال كښې د ښه والي كرېډېټ عام وګړو ته ځي كومو ته چې انتهاخوښو د خپلو ناوړه كاروائيو د لارې زيان رسولې۔داخله وزير ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ يو كامياب باب دې او پاكستان كښې د ترهه ګرۍ په پېښو كښې په تندۍ سره كمې راغلې۔په 2010 كښې دوه زره څخه زياتې د ترهه ګرۍ پېښې رامخې ته شوي تېر كال دا شمېره 750 ته راغلې په كومو كښې چې په 285 پیښو كښې كوم ځاني زيان نه دې شوې۔داخله وزير ووئيل موجوده حكومت سول او عسكري مفاهمت سره د ترهه ګرۍ مسئلې امن ناكه حل لټولو له انتهاخوښو سره د مذاكراتو آپشن اختيار كړو او د كومې نتيجې لپاره يې مذاكرتي عمل ته 8 مياشتې وركړی او كله چې د مذاكراتو آپشن ختم شو نو پوځي عمليات يې پیل كړل