سياست او صحافت لازم او ملزوم دي٬حكومت به د خبريالانو ښېګړې٬د هغوي تحفظ او هغوي له ښه چاپېرچل وركولو له خپل كردار ترسره كوي

اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې سياست او صحافت لازم او ملزوم دي٬حكومت به د خبريالانو ښېګړې٬د هغوي تحفظ او هغوي له ښه چاپېرچل وركولو له خپل كردار ترسره كوي٬د وزيراعظم په مشرۍ كښې حكومت د خبريالانو تحفظ او د هغوي ښېګړی له د جرنلسټس ويلفيئر او پروټېكشن قانون جوړوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ د صحافت د شهيدانو ورځې په موقع په خپل پیغام كښې كړې۔ د اطلاعاتو دوهمې وزيرې ووئيل پي اېف يو جے د مباركۍ مستحق دے چې هغوي په هېواد كښې د صحافت د شهيدانو ورځ لمانځلو له يو ښه ګام پورته كړو۔ دا يوه ورځ نه ده بلكې زمونږ د دې عزم د تجديد موقع ده چې مونږ خپل ملګري هېر نه كړو مونږ هغوي ته سلام او پېرزوينې وړاندې كوو۔ دې ووئيل په دې كښې هېڅ شك نشته چې صحافت او سياست دواړه داسې لارې دي چې پكښې وخت په وخت سخت حالات او نور مشكلات هم راځي۔ دې ووئيل زه دا ګڼم چې د سختو حالاتو او واقعاتو سره زمونږ صحافت د همت لرونكي كردار پھ سبب سرلوړې شوے۔ نن د صحافت آزادي د شهيدانو د وينو په وجه ده دا يوه سخته لاره ده خو كه مونږ يو موټې كېدو سره د معاملاتو مقابله وكړو نو مونږ به خپل مقصد ترلاسه كړو كوم چې زمونږ د ټولو خواهش او خوب دے ځكه چې صحافت او سياست لازم او ملزوم دي٬د يو كمزورې كېدل بل ته زيان رسوي٬مريم اورنګزېب ووئيل زه پي اېف يو جے ته د دې ورځې په اهتمام يو ځل بيا مباركي وركوم او زه دا باور وركوم چې حكومت به د خبريالانو ښېګړې تحفظ او ښه چاپېرچل له خپل كردار ترسره كوي